ایران: د وژل شوې مېندوارې افغانې مړی افغانستان ته ليږدول شوی
۱۴۰۴ تیر ۳, سهشنبهپرایران باندې د اسرائيل په بريدونو کې د وژل شوې يوې افغانې جسد چې مېندواره هم وه، تېره ورځ د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته انتقال شوی دی.
په دې ترتيب دا د ایران او اسرائيل ترمنځ د شخړې له پېل راهېسې په ایران کې د افغانانو د وژل کيدو دويمه تائيد شوې پېښه ده.
د دې ۳۰ کلنې ښځې چې فاطمه نوميږي، ميړه وويل چې ميرمن یې د اتو میاشتو حمل درلود.
اړونده موضوع: په ایران کې افغان مهاجر: نه د پاتېدو ځای او نه د تیښتې لار لرو
د دې ښځې میړه چې نه یې غوښتل نوم یې نشر شي، دويچه ویله ته وويل: «په موټر کې ناست وو او روغتون ته تللو. کله چې د قدس میدان ته ورسيدو توغندی ولګید او د ودانۍ ديوال پر موږ راچپه شو. زه او دوه اولادونه مې وتوانيدو ژر له ويجاړۍ را ووځو خو ميرمن مې د اتفاعیې او خلکو تر رسېدو د مخه ژوند له لاسه ورکړ.»
په اسلام قلعه کې د طالبانو د ادارې د مهاجرينو چارو رئيس عبدالله قيومي، دویچه ویله ته وويل: «د هغه مېندوارې ښځې جسد چې په تهران کې روغتون ته پر لار شهيده شوې وه، کورنۍ ته سپارل شوی دی. تر اوسه همدا دوه موارد ثبت شوي دي.»
تر اوسه په دقیقه توګه روښانه نه ده چې په دې بريدونو کې څومره افغانان وژل شوي دي. ایراني چارواکو ويلي دي چې د اسرائيل په بريدونو کې لږ تر لږه ۶۱۰ کسان وژل شوي خو د افغان کډوالو د تلفاتو په اړه یې کومې شمیر نه دي په ډاګه کړي.
تر دې د مخه په ایران کې په دې شخړه کې د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ د عبدالولي په نوم د يوه ۱۸ کلن ځوان د مړینې پېښه تائيد شوې وه.
له ایران څخه د افغانانو ستنېدل
قيومي، وويل چې پر ایران باندې د اسرائيل د بريدونو له پېلیدو وروسته هره ورځ د لسو زرو په شا او خوا کې افغان کډوال چې کورنۍ هم پکې شاملې دي، يوازې د اسلام قلعه سرحد له لارې له ایران څخه افغانستان ته ستنيږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هره ورځ څه نا څه درې زره افغان کډوال له ایرانه اخرجيدل او يا هم بیرته ستنېدل.
بیرته ستانه شوي افغانان شکايت لري چې په ایران کې په دې وروستيو کې د رامنځته شويو شرائطو په ترڅ کې له ایران څخه د خارجيدو پر وخت پرې مالي فشارونه ډېر شوي دي.
له دې مهاجرو څخه یې يوه وويل: «موټر چلوونکی له هر کس څخه، حتی له ماشومانو څخه هم يو میلیون او ۶۰۰ زره تومان کرايه اخلي.»
په داسې حال کې چې د وروستيو تحولاتو په پايله کې له ایران څخه افغانستان ته د يو شمیر ایراني اتباعو د مهاجرت په اړه هم رپوټونه خپريږي، په اسلام قلعه کې د طالبانو د کډوالو چارو رئيس عبدالله قيومي، دا رپوټونه رد کړي دي.