انځوریز رپوټ: ایران د جنګي الوتکو له پاره د ځمکې لاندې اډه جوړه کړې
له سنګر ماتونکو احتمالي بریدونو څخه د ژغورنې په موخه دغه هوایي اډه د ځمکې په عمق کې جوړه شوې ده. دلته ولاړې جنګي الوتکې پر اوږد واټن ویشتونکو کروز توغندیو سمبالې دي. د دې هوایي اډې نوم «عقاب ۴۴» ایښودل شوی دی.
ایران د ۲۰۲۳م کال د فیبرورۍ په ۷ نیټه د ځمکې لاندې هوایي اډې پرانیسته وکړه. د ایرنا خبري آژانس په حواله دا د دغه هیواد د پوځ یوه له مهمو هوایي اډو څخه ده.
له ایران سره اکثره د پخواني شوروي اتحاد د دور روسي ميګ او سخویې جنګي الوتکې دي. له دغه هیواد سره یو شمیر چینایي الوتکې هم شته چې په هغو کې د F-۷ الوتکې هم شاملې دي. د ایران له هوایي ځواکونو سره له اسلامي انقلاب څخه د مخکې دورې یو شمیر F-۴ او F-۵ جنګي الوتکې هم موجودې دي.
د ایران له خوا د دې بیس یا اډې دننه انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. د ایران خبري آژانس په حواله «په دې اډه کې د بې پیلوټه الوتکو سربیره هر ډول جنګي او بم غورځونکې الوتکې ساتل کیدلی شي.»
دا چې دغه بیس په کوم ځای کې موقعیت لري هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د ایران په دولتي تلویزون کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «دغه بیس د غرونو لاندې په لسګونو متره ژوروالي کې جوړ شوی دی او دا د امریکا له ستراتیژیکو جنګي بمونو سره د مقابلې توان لري.»
د ایران دولتي رسنیو د دې محرمې هوایې اډې د پرانیستې د مراسمو په ورځ د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري او د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالرحیم موسوي په دې اډه کې وښودل.
د دولتي رسنیو په حواله ایران د دا ډول پټو اډو په وسیله خپلې جنګي الوتکې له «احتمالي بریدونو سره د مقابلې» په خاطر اماده کولی شي، لکه امریکا او اسرائیل چې د خپلو وروستیو پوځي تمرینونو پر مهال کړي ول.