ایران: پر امنیتي ځواکونو د برید تورن کس اعدام شوی
۱۴۰۴ شهریور ۱۵, شنبهد ایران د قضايي قوې اړوند د «میزان آنلاین» په نامه انترنتي پاڼې په وینا، اعدام شوی مهران بهرامیان په هغه ډله کې شامل و چې د ایران د اصفهان ولایت د سمیروُم په نامه ښار کې یې د لاریون پرمهال د ایران د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې. د یادې پاڼې د معلوماتو په اساس په دې برید کې د ایران د امنیتي ځواکونو افسر محسن رضایي وژل شوی وو او څو تنه نور ټپیان شوي وو.
یاد برید د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۳۱ مه هغه مهال وشو چې په ایران کې د «مهسا امیني» په نامه د یوې نجلۍ تر مړینې وروسته په ټول ایران کې پراخ لاریونونه پیل شوي وو. مهسا امیني، چې اصلاً کردي تبعه وه، په ایران کې د حجاب د قانون د ماتولو په تور د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته یې په توقیف کې ساه ورکړه.
تر یادې پیښې وروسته د اصفهان د محکمې له خوا د بهرامیان له پاره د اعدام حکم اورول شوی و او د ایران سترې محکمې هم دا پرېکړه تایید کړه. د محکمې دغه حکم د شنبې په سهار پلي شو.
محکمې نوموړی د «محاربې» یا د جګړې په جرم محکوم کړی و، ځکه چې د امنیتي ځواکونو پر موټر یې ډزې کړې وې او خلک یې د دولتي ودانیو او مامورینو پر ضد برید کولو ته هڅولي وو.
په ایران کې د ۲۰۲۲ کال لاریونونو پرمهال سلګونه کسان چې پکې د ایران د امنیتي ځواکونو غړي هم شامل ول، ووژل شول او زرګونه نور بیا د حکومتي ځواکونو له لوري ونیول شول. ایران تر دې مخکې هم ګڼ شمېر نیول شوي کسان محاکمه او ځینې یې اعدام کړي دي.
د جون په میاشت کې چارواکو عباس کورکوري د هغو اوو کسانو د وژلو په تور اعدام کړ چې د لاریونونو پر مهال وژل شوي وو. د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، په نړۍ کې یوازې چین تر ایران ډېر کسان اعداموي.