ایران په لنډه موده کې څو پوځي مانورونه کړي دي
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبه
د مکران سواحل، د عمان خلیج ځینې برخې او هند اوقیانوس د ایران د وسله والو ځواکونو د تمرین په سیمه کې شاملیږي. د جنورۍ په میاشت کې هم د اسلامي انقلاب سپاه پاسدران سمندري واحدونو په فارس خلیج کې سمندري مانورې ترسره کړې وې.
په تیرو دوو میاشتو کې د هوایي دفاع ځواکونو د ایران د مهمو اټومي تاسیساتو په اطرافو کې خپله امادګي ازمویلې ده.
د ایران مذهبي مشر د اټومي پروګرام په هکله مذاکرات رد کړي دي
له خپل پخواني دښمن اسرائیل سره نظامي تشنج ته په کتلو، په ایران کې د جګړې رامنځته کیدو انديښنه ډیره شوې ده. د اسرائیل حکومت په وار وار د ایران پر اټومي تاسیساتو د حملې ګواښ کړی دی.
د دغو انديښنو دلیل دا دی چې ایران ممکن د اټومي وسله جوړولو په لټه کې دی. دغه تشنج د توکو د بیو د لوړیدو سبب شوي دي او د ډیر شمیر ایرانیانو انديښنې یې زیاتې کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران د اټومي پروګرام شخړې په هکله خبرو اترو ته لیوالتیا ښودلې دی. خو د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه اي، په ابتدا کې مذاکرات په رسمي توګه رد کړل. په ورته وخت کې څارونکي ګمان کوي چې شاید د پردې تر شا د مذاکراتو له پاره امادګي روانه وي.