"بام لند" ته د افغانانو په ننوتو بندیز، غبرګونونه راپارولي
۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعهد تهران "بام لند" تفریحي او سوداګریز کمپلکس ته د افغانانو په ورتګ بندیز په خواله رسنیو کې خورا ډېر اعتراضونه راپارولي دي. د خواله رسنیو ډېر کاروونکو دا ګام "نژادپالنه" بللې او د دې کمپلکس د تحریم کولو غوښتنه یې کړې ده.
د «شرق» ورځپاڼې د وري یا حمل مياشتي پر ۱۶مه نېټه رپوټ ورکړی چې د دې میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټو افغانان دغه کمپلکس ته نه پرېښودل کیدل، د تهران د چیتګر سیند په غاړه دغه تفریحي او سوداګریز مرکز ته د کال په لومړیو دغو ورځو کې ترټولو ډېر لېدونکي ورځي.
د شرق ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د دې کمپلکس د ساتنې چارواکو د دغه بندیز اړوند د سپیناوي په اړه ویلي: «د ایراني وګړو د راحتی له پاره په دغو څلورو ورځو کې بام لنډ مجتمع ته د افغانانو ننوتل منع شوي دي.»
د "بام لند" د عمومي اړیکو مسئول ټليفون ته ځواب ورنه کړ او د شرق ورځپاڼې د خبریال پرله پسې اړیکو په ترڅ کې یې د لنډ لیکلي پيغام غوښتنه وکړه، خو بیا وروسته یې د خبریال هماغه لنډ لیکلی پيغام هم ځواب نه کړ.
د شرق په رپوټ کې راغلي دي چې بام لند ته څېرمه اوسېدونکو دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې، «ساتونکو یوشمېر معترضو مراجعینو ته چې د ممنوعیت دلیل یې پوښته ویلي چې افغان کډوالو په دې ساحه کې ستونزې رامنځته کولې.»
اړوند مطالب:په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غبرګونونو دوام
د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني هم ددې موضوع بې خبري وښوده او د شرق خبریال ته یې ویلي چې د شرق ورځپاڼې له لارې له دې موضوع خبر شوی.
د تهران ښار د شورا د دې غړي په وینا تفریحي مرکزونو ته د افغانانو په ورتګ بندیز هیڅ قانوني بنسټ نه لري او "د عمومي چاپيریال کارول ټولو کډوالو له پاره قانوني دي."
دا لومړی ځل نه دی چې یو شمېر مرکزونو ته د افغانانو په ورتګ بندیز لګول کیږي، بلکې په تېرو کلونو کې یو شمېر توریستي مرکزونو ته چې له دې ډلې په "یزد" ښار کې د افغانانو په ورننوتلو د بندیز رپوټونه خپاره شوي ول.
د بندیزونو لړۍ یواځې تفریحي مرکزونو ته د افغانانو په ورتګ پای نه مومي، بلکې تېر کال یې بهرنیو وګړو ته د مرکزي بانک په خدمتونو هم سخت محدودیتونه وضع کړي وو.