بلومبرګ: امریکا پر ایران حملې کولو ته تیاری نیسي
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهبلومبرګ د پنجشبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۹) په خپل رپوټ کې په راتلونکو ورځو کې پر ایران د حملې کولو له پاره د امریکا د اماده کیدلو خبر ورکړی دی.
بلومبرګ په دې اړه لیکلي دي چې د امریکا لوړپوړي چارواکي په راتلونکو ورځو کې پر ایران د حملې کولو له پاره تیاری نیسي او امریکا له ایران سره په مستقیم ډول جګړه کې د ښکیل کیدو له پاره د زیربناو په برابرولو اخته ده.
دغې رسنۍ د باخبره منابعو چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه طرحه لا د جوړیدو په حال کې ده او ممکن تغیر وکړي، خو احتمال لري چې امریکا د اونۍ په پای (شنبه او یکشنبه) حمله وکړي.
د بلومبرګ خبري شبکې له رپوټ څخه لږ مخکې، وال سټریټ ژورنال رپوټ ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران د برید کولو طرحې تصویب کړي دي، خو له تهران سره د اټومي موافقې د امکان له کبله یې د هغې عملي کول ځنډولي دي.
ترمپ په تیرو دوو پرله پسې ورځو (سه شنبه او چهارشنبه) له خپل امنیتي ټیم سره په سپينه ماڼۍ کې ناسته کړې ده.
د المان د بهرنیو چارو وزیر له عراقچي سره ويني
د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، په پام کې لري چې له خپل فرانسوي او بریتانوي سیالانو سره په ګډه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وویني. په برلین کې د دیپلوماتیکو کړیو په حواله ټاکل شوې ده دغه لیدنه کتنه د جمعې (د جون میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ په ژنیف کې ترسره شي.
د دغو کړیو په حواله د المان د بهرنیو چارو وزیر اراده لري چې د اروپايي ترویکا (چې د المان، فرانسې او بریتانیې څخه متشکله ده) له خوا چې له کلونو راهیسې د اټومي پروګرام په برخه کې په مذاکراتو کې فعاله ده په عملي ابتکار لاس پورې کړي.
لکه څرنګه چې دیپلوماتیکو محافلو ویلي دي همدارنګه واده فول، په دې هڅه کې دی چې د یوې دیپلوماتیکې حل لارې د لټولو له پاره د ایران د ګاونډیو عربي هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
امریکا ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال خبرداری
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي، امریکا ته خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې د اسرائیل له جګړې سره د یوځای کیدو په صورت کې به، له غچ اخیستونکي غبرګون سره مخامخ شي.
نوموړي د «سي ان ان» امریکایي رسنۍ سره په خبرو کې وویل: «که امریکایان پریکړه وکړي چې په پوځي ډول [د ایران پر وړاندې د اسرائیل په جنگ کې] شریک شي، موږ به هم بې له دې بل انتخاب ونه لرو چې غچ واخلو او هر هدف ته چې لاسرسی پیدا کړو غبرګون ښکاره کړو.»
روانچي وویل چې «ایران به د خپل ولس د دفاع او خپل هیواد د مصلحت له پاره په هر هغه اقدام لاس پورې کړي چې اړین وي.
المان اسرائیل ته د ۴ میلیونه یورو په ارزښت پوځي تجهیزات استولي
د المان نوي ائتلافي حکومت د خپل کار په لومړیو پنځو اونیو کې اسرائیل ته د شاوخوا ۴ میلیونه یورو په ارزښت پوځي تجهیزاتو د صادرولو اجازه ورکړې ده.
دغه رقم د المان د اقتصاد وزیر د چپ ګوند د یوه استازي د پوښتنې په ځواب کې اعلان کړی دی. ویل کیږي چې «وسلې» په دې صادراتو کې نه دي شامل.
په دې اړه ويل شوي دي چې د روان کال د می له ۷ څخه د جون میاشتې تر ۱۰ پورې له المان څخه اسرائیل ته د ۳ میلیونه ۹۸۶ زره یورو په ارزښت د نظامي توکو د صادرولو اجازه ورکړل شوې ده چې په غزې کې د خپل نظامي چلند له کبله تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی.
د المان پخواني ائتلافي حکومت پر اسرائیل د حماس ترهګریز سازمان له برید راهیسې د خپل کار تر پایه پورې، اسرائیل ته د نږدې نیم میلیارده یورو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو او وسلو جواز صادر کړی و.