د هند ستره محکمه: کوڅه ډبه سپي دې له ښاره نه لیرې کيږي
۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعهد هند سترې محکمې په خپله نوې پريکړه کې وويل چې کوڅه ډبه سپي بايد ونيول شي خو تر خسي کولو او واکسين کيدو وروسته باید آزاد شي، پر هغو يو څو سربیره چې په ربیز مرض اخته دي او يا یې چلن وحشيانه وي.
محکمې ښاروالۍ ته لارښوونه کړې ده چې د خوړو د ورکړې ځانګړې ساحې رامنځته کړي او د قوانينو څخه سرغړونکو ته دې د قانوني چلند خبرداری ورکړي.
محکمې دا هم ويلي دي چې دا ډول ټولې دوسیې دې دوی ته انتقال شي څو په ټول هېواد کې يو ډول تګلاره چمتو کړای شي.
اړونده موضوع: د هند په يوه روغتون کي سپيانو، نوی زيږيدلی ماشوم خوړلی
یادې محکمې د اګست د ۱۱مې نيټې په خپله لومړۍ پريکړه کې د نوي ډيلي له کوڅو څخه د کوڅه ډبه سپو د لېرې کولو امر کړی وو چې علت یې د سپو له خوا د داړلو د پېښو زياتوالی ښوول شوی.
چارواکو ته لارښوونه شوې وه چې د شپږو تر اتوو اونیو په منځ کې له «ډېر خطر سره» له مخامخو سيمو ۵۰۰۰ سپيان ونيسي، هغه خسي کړي او پناه ځایونو ته یې انتقال کړي.
د حکومت د شمیرو پر اساس په نوي ډيلي کې هره ورځ د سپو د خوړلو يا داړلو کابو ۲۰۰۰ پېښې رامنځته کيږي چې محکمې د «ډېرې انديښنې وړ» بللي.
په اپريل میاشت کې حکومت په پارلمان کې ارقام وړاندې کړي ول چې په حواله په ۲۰۲۴م کال په ټول هېواد کې د سپو د خوړلو تر ۳۷ لکه ډېرې پېښې او د ربیز په شک د انسانانو د مړينې ۵۴ پېښې ثبت شوې وې.
اړونده موضوع: په آسيا کې هر کال ۳۰ ميليونه سپي خوړل کيږي
محکمې په خپله پريکړه کې ويلي: «نوي زيږيدلي او کوچنيان په هیڅ صورت کې د کوڅه ډبه سپو ښکار باید نه شي .» په عين وخت کې د مرستې په موخه د تليفون د ۲۴ ساعته ليکې د فعالولو وړاندیز هم شوی دی ترڅو د سپيو له لوري د خوړل کيدو په صورت کې رپوټ ورکړل شي.
د هند په پلازمينه کې د کوڅه ډبه سپو اصلي شمیر روښانه نه ده خو د حکومتي سرچينو او د ژويو د حقونو د فعالانو د اټکلونو پر اساس دا شمیر د ۸ او ۱۰ لکو ترمنځ دی.
د محکمې د مخکنې پريکړې مخالفت
د اګست د ۱۱مې نیټې د حکم په اړه په نوي ډيلي او ټول هېواد کې د ژويو د حقونو فعالانو سخت احتجاج کړی وو.
د »پيټا« په نوم ټولنې څخه شوريه اګروال، دويچه ویله ته وويل چې د محکمې پريکړه «غير منتقي، غير عملي، غیر انساناني او غیر قانوني» ده.
اړونده موضوع: آلمان د سپيانو له خاوندانو څخه ۴۰۰ ميليونه ماليه اخيستې
هغه وويل چې د چارواکو له پاره په هغه اندازه د پناه ځایونو او وسایلو برابرول په عملي توګه ممکن نه دي لکه محکمه یې چې توقع لري.
د ډيلي ښاروالي د ژويو د کنترول يوازې ۲۰ مراکز لري چې تر ۵۰۰۰ هم د لږو سپو د ساتنې ځای لري.
فعالانو پر چارواکو ټینګار کړی دی چې د ژويو د توليد مثل د کنترول قوانين په کلکه عملي کړي چې له مخې یې د سپو خسي کول او واکسين کول اړين دي.