هند: په مې میاشت کې مو د پاکستان شپږ الوتکې ویشتلې وې
۱۴۰۴ مرداد ۱۸, شنبهد هند د هوايي ځواکونو مشر نن د شنبې په ورځ وويل چې د پاکستان پنځه جنګي جيټ الوتکې او بله يوه پوځي الوتکه د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سختې جګړې کې نسکورې شوې. دا لومړی ځل دی چې تر دغې جګړې وروسته د هند یو لوړپوړی پوځي چارواکی دغه ادعا کوي.
د هند هوايي ځواکونو مارشال اې. پي. سنګ د هندوستان په جنوبي ښار بنګلور کې په يوه غونډه کې وويل: «د هند هوايي ځواکونو زياتره د پاکستان الوتکې د روسیي جوړ S-400 د ځمکې څخه هوا ته د توغندويي سيستم پر مټ رانسکورې کړې. هغه زیاته کړه چې د برېښنايي تعقيب معلومات د دې بريدونو د پخلي له پاره شواهد دي.
هغه په دغه غونډه کې وويل: «موږ لږ تر لږه د پنځو جنګي الوتکو د ويشتلو پخلی کړی او يوه لويه الوتکه هم نسکوره شوې.» هغه زياته کړه چې یوه ستره الوتکه چې ښايي د څارنې الوتکه وي په ۳۰۰ کيلومترۍ کې نسکوره شوې وه.
هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا په اصل کې له ځمکې نه په هوا کې تر ټولو ستر برید دی چې تر اوسه ثبت شوې.» په یاده غونډه کې چې پکې د هوايي ځواک فعال افسران، تقاعد شوي پوځيان او د حکومت او صنعت چارواکي شامل وو، د یادې موضوع تر شریک کولو وروسته ټولو چک چکې وکړې او دا یې د بریا په توګه وستایله.
د پاکستان پوځ د هندوستان د یادو څرګندونو په اړه لا ځواب او تبصره نه ده کړې. سنګ د هغو جنګي الوتکو ډول ونه ښود چې نسکورې شوې، خو زياته يې کړه چې هوايي بريدونو يوه بله څارنې الوتکه او «څو F16» جنګي الوتکې چې د پاکستان په سوېل ختيځ کې د دوو هوايي اډو په هنګرونو کې ولاړې وې، هم په نښه کړې.
اسلام اباد، چې زياتره چينایي جوړې او د امريکا F-16 ډوله جنګي الوتکې کاروي، تر دې وړاندې یې د هند له لوري د هر راز الوتکو رانسکوریدل رد کړي ول. پاکستان ادعا کړې چې د جګړې پر مهال يې د هند شپږ الوتکې نسکورې کړې چې پکې يوه فرانسوي جوړ رافیل جنګي جټ الوتکه هم شامله وه. هند د ځينو زيانونو اوښتل منلي دي خو د شپږو الوتکو د له منځه تلو ادعا ردوي.
د فرانسې د هوايي ځواک مشر، جنرال جیروم بیلانژر، مخکې ويلي چې هغه د درېو هندي جنګي الوتکو د نسکورېدو شواهد ليدلي، چې پکې يوه رافیل الوتکه هم شامله ده. د هند هوايي ځواک په دې اړه تبصره نه ده کړې.