هندوستان وايي پاکستان پرې د «ډرونونو او توغندويو» حملې کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، پاکستان پر هندوستان باندې دغه حملې په لاهور کې د پاکستان پر يو دافع هوا سیستم د هندوستان تر یو غچ اخیستونکې حملې مخکې کړي دي. د خبرځای په حواله، هندغوښتل لاهور ته څېرمه په یوه هوايي ډګر کې د پاکستان دافع هوا سیستم له منځه یوسي.
د هندوستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي «پاکستان هڅه کړې تر څو د ډرونونو او توغنديو په کارولو سره يو شمېر پوځي اهداف په نخښه کړي.» وزارت ويلي چې دغه حملې ېې د دافع هوا سیستم له خوا «شنډې کړي دي.»
نور ولولئ: د پاکستان پوځ وايي ۱۲ هندي ډرونونه یې ویشتلي دي
خو نوي ډيلي په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دغو حملو کې د هندوستان تر کنټرول لاندې جمو او کشمیر او د هندوستان د پنجاب ایالت ځینې ځایونه ویشتل شوي چې په هغو کې مهم ښارونه امرتسر، لوديانا، چندي ګړ او همدارنګه د ګجرات ایالت بهوج ښار شامل دي.
خبرځای زیاتوي چې «اوس په دغو حملو کې یو شمېر ويشتل شوي ځایونه له کثافاتو پاک شوي دي.»
د هندوستان دفاع وزارت په وینا، پوځ ېې د پنجشنبې په سهار د پاکستان په یو شمیر برخو کې «د راډارونو او دافع هوا سیستمونه هدف ګرځولي دي.» وزارت زیاته کړې چې «غبرګون ېې د پاکستان په څېر په عین حوزه او عین شدت سره و.»
نور ولولئ: ډیری هوايي شرکتونه د پاکستان له فضا څخه له پروازونو ډډه کوي
د هندوستان دفاع وزارت ويلي چې دوی «موثق معلومات ترلاسه کړي چې په لاهور کې د دافع هوا یو سیستم له کاره غورځېدلی دی.»
تر دې وړاندې خبري آژانسونو د پاکستاني چارواکو په حواله ويلي وو چې په دغه حمله کې څلور عسکر ټپیان شوي او پوځي اډې ته قسمي زیان اوښتی دی.
له آرشیف څخه: