هند وايي د پهلګام د بريد درې شکمن وسله وال یې وژلي
۱۴۰۴ مرداد ۷, سهشنبهد هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه نن، سه شنبه (د ۲۰۲۶م کال کې د جولای ۲۹) د هند د پارلمان استازو مجلس ته د یوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د متقابلو ډزو په ترڅ کې درې شکمن وسله وال وژل شوي دي.
دا عمليات د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام ښارګوتي کې پر سيلانيانو باندې د يوه وسله وال بريد کابو درې میاشتې وروسته ترسره شوي دي.
هندي چارواکو د شکمنو وسله والو په اړه څه ويلي؟
شاه، وويل چې په متقابلو فېرونو کې ښکيل درې سره وسله وال وژل شوي دي. نوموړي وويل: «زه غواړم پارلمان ته ووایم هغه چې په بيساران دره کې یې برید کړی وو، درې سره ترهګر ول او ټول ووژل شول.»
اړونده موضوع: هندوستان وايي پاکستان پرې د «ډرونونو او توغندويو» حملې کړي
شاه، زياته کړې: «د هند امنيتي ادارې [د پهلګام] په بريد کې د دغو کسانو د ښکيلتيا په اړه مفصل شواهد لري.»
هغه وویل چې د فرانزک شواهدو له مخې څرګنده شوې چې له دې نارينه وو سره موندل شوې ماشيندارې هماغې وې چې د اپريل میاشتې په بريد کې کارول شوې وې.
نوموړي وزير وويل: «دا تائيد شوې وه چې دغه درې ماشيندارې زموږ د بې ګناه ښاريانو د وژلو له پاره کارول شوې وې.»
اميت شاه، وويل چې وسله وال پاکستانيان ول او دا چې په اپريل میاشت کې د پهلګام د بريد مسئوليت یې درلود. نوموړي وويل چې له دوی څخه یې دوه کسان د لشکر طيبه د ډلې د غړيو په توګه پيژندل شوي، هغه پاکستان میشته ډله چې ملګرو ملتونو د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.
د پهلګام تر بريد وروسته د هند او پاکستان شخړه
دا عملياتو تر هغه کابو درې میاشتې وروسته ترسره شوي چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې په يوه وسله وال بريد کې ۲۶ کسان چې زياتره یې هندوان نارينه وو، وژل شوي ول.
اړونده موضوع: پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي
هغه وخت هند پر پاکستان د دې بريد ګرو د ملاتړ تور لګولی وو هغه څه چې په اسلام آباد کې حکومت په کلکه رد کړي ول. دې بريد د هند او پاکستان ترمنځ شخړه په شديده توګه پراخه کړې وه او د څلورو ورځو متقابلو بريدونو په ترڅ کې يو شمیر کسان ووژل شول.