هند افغانانو ته د ویزې د ورکړې پیلول تائيد کړل
۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعهد هند د بهرنیو چارو وزارت وياند شري رندهیر جیسوال، ویلي دي چې له کابو يوې میاشتې راهېسې د افغانستان اتباعو ته د ویزې د ورکړې يوه نوې پروسه يا طريقه موجوده ده.
تقريباً څلور کاله ترمخه هغه وخت چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، هند افغانانو ته د ویزو ورکړه وځنډوله او په افغانستان کې یې خپلې سياسي نمايندګۍ وتړلې.
د هغه ويډيو په حواله چې د هند د بهرنيو چارو وزارت په ټولنیزو رسنيو کې نشر کړې ده، رندهير، ويلي دي: «موږ د افغانستان وګړو ته د ویزې د ورکړې يوه نوې طريقه لرو چې د اپريل له ۲۹ راهېسې عملي شوې ده.»
اړونده موضوع: طالبان: په ممبيي کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټ وېش پيل کړ
د نوموړي په خبره افغانان په شپږو کټګوريو کې کولی شي د هند ویزې ته غوښتليکونه وړاندې کړي چې په هغه کې د طبابت، د ناروغانو د بدرګې، د تجارت ویزه، د داخليدو ویزه، د تحصيل ویزه او د ملګرو ملتونو ديپلوماتيکه ویزه پکې شامله ده.
هندي رسنيو رپوټونه ورکړي دي چې افغانان کولی شي د هند د ویزې له پاره په آنلاين بڼه غوښتنليکونه وړاندې کړي.
«له خلکو سره د خلکو د اړيکو پياوړي کول»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زياته کړې ده چې هغه افغانان چې لا دمخه په هند کې ژوند کوي او د پخوانيو معيارونو پر اساس یې ویزې ترلاسه کړي، اړ دي چې خپلې ویزې ته د نوي سیاست سره سم تغير ورکړي.
جيسوال، ويلي: »د ویزې نوې طريقه د هند او افغانستان ترمنځ د انساني اړيکو د لا پياوړي کيدو سره مرسته کوي.»
واک ته د طالبانو له رسېدو دمخه خلکو زياتره د درملنې، تحصيل او تجارت په موخه د افغانستان او هند ترمنځ تګ راتګ لاره او د ویزې ځنډيدو په هند کې د افغانانو له پاره ډېر مشکلات زيږولي ول.
د هند او طالبانو ترمنځ د تعامل ډېروالی
هند په دې وروستيو کې له طالبانو سره تماسونه ډېر کړي دي او د می میاشتې په منځ کې د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو له وزير سره تليفوني خبرې اترې کړې وې. تر دې دمخه د هند يوه لوړپوړي ديپلومات کابل ته د سفر پر وخت د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره ليدنه کتنه کړې وه.
اړونده موضوع: د طالبانو او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو اترو په هکله غبرګونونه
د ۲۰۲۴م کال په نوامبر مياشت کې رپوټ ورکړل شوی وو چې هند د طالبانو د ادارې يو استازی په ممبي کې د افغانستان د قونسلګرۍ د سرپرست په توګه منلی دی.