هند له بندونو اوبه خوشې کړي؛ لاهور د سېلاب له خطر سره مخ دی
۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبهپاکستان دا خبره تائيد کړې ده چې هند ورته د پاکستان پر لور د اوبو تر خوشې کولو تر مخه خبرداری ورکړی وو. تر دې خبرداري وروسته د پاکستان حکومت په راوي، چناب او ستلج سيندونو کې د سېلاب خبرداری جاري کړی وو.
اړونده موضوع: پاکستان: د موسمي ورښتونو له کبله د مړو شمېر له ۲۰۰ اوښتی
دواړه هېوادونه په دې وروستیو اونیو کې درنو اورښتونو او سېلابونو اغیزمن کړي دي. د پاکستاني چارواکو په حواله په پنجاب کې د سېلاب خطر «ډېر لوړ» دی، ځکه چې د هند له خوا د بندونو څخه خوشې شوې اوبه هم سیندونو ته ور ګډيږي. پنجاب د پاکستان د ټول نفوس د نيمايي برخې او نيمايي زراعتي حاصلاتو مرکز دی.
هند له يکشنبې ورځې راهېسې د پاکستان پر لوري د اوبو د خوشې کولو په تړاو درې خبرداري ورکړي دي، خو دا لا روښانه نه ده چې دا عمل به په يو ځل ترسره شي او که په څو پړاونو کې به وي.
د پاکستان حکومت په پنجاب کې د سېلاب د خطر په ترڅ کې د خلکو د انتقالولو او مرستې رسولو په کارونو کې د ملاتړ له پاره پوځ ور بللی دی. تر اوسه يو لک او ۶۷ زره کسان بې کوره شوي دي. په پاکستان کې د جون میاشتې له ۲۶مې نېټې راهېسې د سېلابونو له کبله ۸۰۲ کسان مړي دي چې نيمايي یې په اګست میاشت کې مړه شوي.
لاهور هم له خطر سره مخامخ دی
پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د درنو اورښتونو او هند له لوري له بندونو څخه د اوبو د خوشې کولو د پريکړې له کبله د لاهور په ګډون د پنجاب ایالت څو سيمې د سېلاب د «ډېر لوړ» خطر سره مخامخ دي.
د پاکستاني چارواکو په حواله، هند د راوي سيند د تهین په نامه بند ټولې دروازې پرانیستي دي، په داسې حال کې چې د مدهوپور بند څخه هم د اوبو د خوشې کولو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. د پنجاب د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مديريت ادارې څخه يوه چارواکي وويل «وضعيت جدي دی او راتلونکي ۴۸ ساعتونه ډېر مهم دي.»
پاکستاني چارواکو لا د جمعې په ورځ له احتمالي اغیزمنو سيمو څخه د خلکو د په زور ايستلو هڅې پېل کړې وې.
په پنجاب ایالت کې د بې کوره شويو کسانو شمیر تر ۱۵۰ زرو اوښتی دی، چې له دوی څخه یې ۴۰ زره هغه کسان دي چې د خبرداري وروسته یې پخپله خوښه خپلې سيمې پرېښې وې. په راوي، ستلج او چناب سيندونو کې د منځنۍ کچې د سېلابونو او نورو اورښتونو وړاندوينه شوې ده.