پاکستان وايي کيدای شي هند پرې په راتلونکي کې بريد وکړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبهد پاکستان د اطلاعاتو وزير د چهار شنبې په سهار وويل چې اسلام آباد داسې «معتبر استخباراتي اطلاعات» لري چې هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د يوې پوځي حملې له پاره پلان جوړوي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د هند لومړي وزیر نريندر مودي، د سې شنبې په ماښام د خپل هېواد وسله والو ځواکونو ته د دې اختيار ورکړ چې څرنګه چې یې مناسبه ګڼي د کشمير د تېرې اونۍ د خونړي بريد ځواب دې ورکړي.
د هند تر کنترول لاندې کشمير غرنۍ سيمې پهلګام ته څېرمه وسله والو تېره اونۍ ۲۶ سيلانيان په ډزو وژلي ول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير نور څه وويل؟
د اطلاعتو وزیر عطا الله تارړ، وويل چې نوي ډيلي، د تېرې اونۍ بريد د نورو پوځي اقداماتو د پلي کولو له پاره د «پلمې» په توګه کارول غواړي.
تارړ، د ايکس شبکې له لارې وويل: «له پاکستان سره د باور وړ استخباراتي معلومات دي چې هند د پهلګام په پېښه کې د لاس درلودو د بې بنسټه تورونو په پلمه اراده لري چې په راتلونکو ۲۴ څخه ۳۶ ساعتونو کې د پاکستان پر وړاندې پوځي اقدامات وکړي.»
هغه وويل چې په اسلام آباد کې حکومت د پهلګام د بريد په اړه د «بې پرې کمسيون له لوري د معتبرو، رڼو او آزادو څيړنو» په برخه کې ملاتړ ته چمتو دی.
اړونده موضوع: په کشمير کي پر سيلانيانو بريد، هند د پاکستان سفير احضار کړی
نوموړي زياته کړه: «پاکستان دا خبره يو ځلي بیا تکراروي چې د هندوستان له لوري به هر ډول ګام ته پریکړنده او ډاډمن ځواب ورکړل شي.»
هغه وويل چې نړيواله ټولنه هم باید پر دې وپوهیږي چې د جګړې د ويجاړونکو پايلو پړه به يوازې او یوازې د هند پر غاړه وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، هم د سې شنبې په ورځ د پاکستان په سنا مجلس کې د وينا پر وخت وويل چې پاکستان به پر هند باندې په بريد کې لومړيتوب ونه کړي خو اسلام آباد به ځوابي عمليات ترسره کړي.
نوموړي وویل چې پاکستان به هم مناسب ځواب ورکړي او پر شا به نه شي.
مودي د هند د پوځ مشر ته څه ويلي؟
رويترز او د فرانسې خبري آژانسونو د حکومتي سرچينو په حواله خبر ورکړی دی چې د سې شنبې په ماښام لومړي وزير نريندر مودي، د دفاع وزير راج نات سنګ، د ملي امنيت مشاور او له يو شمیر لوړپوړو جنرالونو سره په خپل کور کې وليدل.
د سرچینو په حواله نوموړي د پوځ مشرانو ته «د ترهګريز برید د ځواب له پاره، د کړو وړ، هدفونو او وخت په اړه د پريکړې بشپړ اختيار ورکړی دی.»
هند د پهلګام د برید پړه پر پاکستان اچوي او دا هم وايي چې د پاکستان حکومت په کشمير کې له وسله والو سره مالي مرسته کوي او هغوی تشويقوي.
خو اسلام آباد دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د دغه سیمې له خلکو سره چې اکثريت یې مسلمانان دي، يوازې اخلاقي او دیپلوماتيکي ملاتړ لري.
په دې منځ کې د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د ډزو لړۍ نن، په پرله پسې پنځمه ورځ هم روانه وه. هند وايي چې د شپې له خوا د پاکستاني پوستو له لوري «پرته له کومې پارونې د سپکو وسلو ډزو» ته یې ځواب ويلي دی.
اړونده موضوع: هند او پاکستان په کشمیر کې په پرله پسې څلورمه ورځ يو پر بل ډزې کړي
د پاکستان پوځ د ډزو په اړه خبرونه نه دي تائيد کړي، خو دولتي راډيو د سې شنبې په ورځ خبر خپور کړی وو چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير سره پر پوله یې پوځ د هند يو ډرون را اچولی دی.
د ترنګلتيا پر راکمولو ټینګار
په دې منځ کې د بريتانیا او امريکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ يو شمیر هېوادونو هند او پاکستان ته له زغم څخه د کار اخیستو سپارښتنه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند تيمي بروس، وويل چې د کشمیر د وضعيت په هکله متحده ایالات له هند او پاکستان دواړو سره په تماس کې دي.
اړونده موضوع: ورځپاڼه: پاکستان باید له ترهګرو سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي
په واشنګټن کې د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې د بهرنيو چارو وزير ورته ویلي دي چې له هند او پاکستان سره تماس نيول کيږي او پر دواړو هېوادونو ټینګار شوی دی چې ترنګلتيا دې نه ډېروي.
د کشمير وګړي هم د ځان ژغورلو ته چمتووالي نيسي
د کشمیر هغو اوسيدونکو چې »ال او سي« يا کنترول پر کرښه پراته دي او اکثره وخت د بمباريو هدف ګرځي، د خپلو کورونو د تهکاويو په پياوړي کولو پېل کړی دی او وايي چې د جګړې په صورت کې د ځان له پاره د پټېدو ځایونه چمتو کوي.
د اعوان، په نامه يوه ۵۱ بزګر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ د سرحد له بلې غاړې څخه ډزې وزغملې چې يوه ډېره مشکله تجربه وه او موږ نه غواړو چې زموږ اولادونه هم دا څه تجربه کړي.»
اعوان، وويل چې ده او اولادونو یې يوه تهکاوي پاکه کړې چې په عمومي توګه د ژمې له پاره د ژويو د خوړو د ذخیره کولو له پاره کارول کيږي.
په کشمير کې يوه متقاعد پوځي وويل: «هند هره ورځ بېلا بېلې ګواښونه کوي، وايي چې دا او هغه به وکړي. له همدې کبله موږ دا تهکاويانو پاکوو څو یې د اړتيا پر وخت وکارولی شو او خپل ژوند خوندي کړای شو.»