د هند او پاکستان شخړه: دواړه هیوادونه د بریا ادعا کوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۱, یکشنبهد پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شنبې په ماښام خپله وینا کې ولس ته د «فتح» مبارکي ورکړه او له خپل پخواني رقیب ګاونډي هیواد سره هند سره یې د رغنده مذاکراتو او موجوده مسائلو د حلولو هیله څرکنده کړه.
شهباز شریف وویل چې دا یوازې د وسله والو ځواکونو نه، بلکې د ټول ملت «فتح» یا بریا ده.
نوموړي زیاته کړه: «تاریخ به تل یادوي چې د پاکستان وسله والو هوایي ځواکونو په څو ساعتونو کې هندي پوځ خاموشه کړ.»
شریف دا هیله هم څرکنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې او کشمیر په ګډون ټول هغه مسایل چې باید حل شي د مذاکراتو له لارې حل کړای شي.
بل لور ته په هند کې هم د بریا خوښۍ لمانځل کیږي. د هند حکومت او رسنۍ وایي چې هندي ځواکونو د پاکستان پر وړاندې اغیزمن عملیات کړي دي.
د شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سوشل تروت» په ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ: «د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب وروسته له یوې اوږدې شپې مذاکراتو څخه، خوښ یم چې اعلان کوم چې هند او پاکستان پر یوه بشپړ او بیړني اوربند موافقه وکړه. دواړو هیوادونو ته د لوړ فکر او سالم عقل څخه د استفادې کولو له کبله مبارکي وایم.»
د ټرمپ تر اعلان لږ وروسته د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو هم د اسلام آباد او نوي ډهلي ترمنځ اوربند تایید کړ.
د اوربند سرغړونه
خو د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند له اعلان لا څو ساعتونه تیر شوي نه و چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په مرکز سري نګر کې د چاودنو د غږونو اوریدل کیدو خبر ورکړل شو.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر وزیر اعلی عمر عبدالله په ایکس شبکه کې د یوه پيغام په ترڅ کې خپله غوسه او حیرانتیا څرګنده کړې ده. عبدالله لیکلي دي: «پر دې اوربند څه وشول؟ په ټول سري نګر کې د چاودنو غږونه!!!»
نوموړي په یوه بل پيغام کې ولیکل: «دا کوم اوربند نه دی. د سري نګر په منځ کې د هوایي دفاع واحد ډزې کوي.»
د رویټرز خبري آژانس په حواله په جموو ښار کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي او په فضا کې توغندي ډوله شیان لیدل شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د یوه هندي دولتي چارواکي په حواله ادعا کړې ده چې پاکستان د اوربند له موافقې څخه سرغړونه کړې ده.
دغه پيښه په داسې یوه وخت کې رامنځته شوې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سرحدي پولي د تشنج د کمولو له پاره پر اوربند موافقه شوې ده. له تازه پيښو وروسته د دې موافقې د نوعیت او اغیزمنتوب په هکله پوښتنې را ولاړې شوې دي.