د هند په شمال کې یوه چورلکه را لویدلې ده
۱۴۰۴ خرداد ۲۵, یکشنبهسمیه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې یوه چورلکه چې هندي زیارت کوونکي یې له یوې مقبرې څخه انتقالول، د یکشنبې (د جون میاشتې ۱۵ نیټه) په ورځ د هند په شمال اوتاراکند ایالت کې را غورځیدلې او د پيلوټ په ګډون ټولو سپرو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه پيښه د هند په حیدرآباد کې د یوې مسافر وړونکي الوتکې له نسکوریدو یوازې څو ورځې وروسته رامنځته شوې ده.
د دغه ایالت وزیر اعلی پوشکار سینګ دامي، په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي دي: «د رودراپرایاګ په سیمه کې مو د یوې چورلکې د نسکوریدو ډیر خواشینونکی خبر ترلاسه کړ.»
نوموړي زیاته کړې ده چې پيښو ته د سیدګۍ ایالتي ځواکونو، سیمه ایزو چارواکو او ژغورونکو ټیمونو د مرستې رسونې عملیات پیل کړي دي.
دغې چورلکې د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په ۵:۲۰ له خپل ځای څخه پرواز وکړ او د خپل ۱۰ دقیقه اي سفر په جریان کې یې ډیر زر سقوط وکړ.
چارواکو ویلي دي چې له سقوط وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې او جسدونه ډیر سوزیدلي دي.
د اوتاراکند د هوایي چلند ملکي ادارې اعلان کړی دی چې دغه هلیکوپتر له شري کدارنات دام څخه د ګوپتکاشي پر لور د حرکت په حال کې و او په سپرو کسانو کې یوه ۲ کلنه ماشومه هم وه.
نوموړي ادارې ویلي دي چې د چورلکې د رالویدو علت معلومولو له پاره یې سیمې ته یوه څیړونکې ډله استولې ده.
په سیمه کې د سیاحت د چارو مسئول راهول چابي، رسنیو ته ویلي دي چې په ډیر احتمال سره دغه پيښه د نا مناسب آب و هوا له کبله رامنځته شوې وي. قربانیان د هند د اوتار پردیش، ګجرات او ماهاراشترا ایالتونو اوسیدونکي ول.