په کشمير کي پر سيلانيانو بريد، هند د پاکستان سفير احضار کړی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۴, پنجشنبهد هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر خونړۍ حملې وروسته د نوي ډیلي او اسلام آباد تر منځ ديپلوماتيک کشمکش د ډېرېدو په حال کې ښکاري. مشکوکو وسله والو د سه شنبې په ورځ د کشمیر په سیاحتي علاقه پهلګام کې پر سیلانیانو حمله وکړه چې د رپوتونو پر اساس ۲۶ سیلانیان پکې وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د هندوستان حکومت تر دغې حملې یوه ورځ وروسته په نوي ډیلي کې د پاکستان تر ټولو لوړ رتبه ديپلومات احضار کړ. نن صدراعظم نریندرا مودي، د ټولو ګوندونو مشترکه غونډه رابللې، تر څو ورسره پر وضعیت خبرې وکړي.
د کشمیر د سه شنبې ورځې حمله په نژدې دوو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، ویکرم مصري ويلي دي چې په دغه حمله کې د هند او پاکستان تر منځ یو بندر ښکیل دی. مصري زیاته کړې چې نوی ډيلی به له پاکستان سره د سیند شریکولو د شپږو لسیزو معاهده وځنډوي او دغه راز به د دواړو هېوادونو تر منځ یوازینی بندر وتړي.
نور ولولئ: هند: مودي د مسلمانانو د ملکيت قانون تصویب کيدل وستايل
مصري زیاته کړه چې هندوستان په اسلام آباد کې د خپلې دفاعي آتشې پرسونل به هم له ۵۵ څخه ۳۰ ته راکم کړي.
د مصري د چهارشنبې ورځې له اعلان شوو اقداماتو څخه یو ېې په نوي ډيلي کې د پاکستاني سفیر احضارول و. د ځايي رسنیو د رپوټ پر اساس، پاکستانی سفیر د دې له پاره احضار شو تر څو ورته ابلاغ شي چې په هندوستان کې د پاکستان د ماموریت دفاعي مشاورین نامطلوبه ول او هغوی ته ېې یوه اوونۍ وخت ورکړی دی چې له هندوستان څخه ووځي.
د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۲۴مه له اپوزیسیون ګوندونو سره د ټولو ګوندونو یوه غونډې وبلله تر څو پکې حملې ته د حکومت د غبرګون په هکله خبرې وکړي.
اسلام آباد هم ويلي دي چې یوې امنيتي غونډې له پاره چمتووالی نیسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، پر اکس شبکه لیکلي چې صدراعظم شهباز شریف د ملي امنيت کميټې یوه ناسته جوړوي چې پکې به هندوستان ته د پاکستان د ځواب په هکله بحث وشي.
د پاکستان او هند تر منځ د سیند اوبو د مشارکت معاهده، د نړیوال بانک په منځګړيتوب شوې ده. دغه معاهده د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو جګړو باوجود تر اوسه پر خپل حال پاته ده.
نور ولولئ: «وسله والو په هندي کشمېر کې پنځه سیلانیان وژلي»
خو اوس د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هندوستان غواړي دغه معاهده نوره ودروي.
پاکستان او هندوستان دوه د اټومي ځواک درلودونکي رقیب ګاونډيان دي. دواړو هېوادونو تر دې مخکې هم په خپلو کې چندان ښې ديپلوماتيکي اړیکې نه دي لرلي. وروسته له هغې چې هندوستان په ۲۰۱۹م کال کې د کشمیر نیمه مختاري لغوه کړه، اسلام آباد ېې په غبرګون کې د هند استازی اخراج کړ او په نوي ډيلي کې ېې هم خپل سفیر ونه ګماره.
رویټرز خبري آژانس د سه شنبې ورځې حمله د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي او د هغه عوامپاله ګوند، بهارتيا جنتا له پاره د ېوې ناکامۍ په توګه ښودلې ده، څرنګه چې مودي او ګوند ېې د کشمیر د نیمه مختارۍ قانون لغوه کول خپله یوه ستره لاسته راوړنه بلله او وړاندوینه ېې کوله چې دا اقدام به ېې کشمیر ته چې اکثریت اوسېدونکي ېې مسلمانان دي، امن او انکشافات راولي.