هند: په اورګاډي کې د ګډوډۍ له کبله ۱۲ کسان مړه شوي
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبهد هند په مهاراشترا ایالت کې يوه اورګاډي کې څو مسافرو تر هغه وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی چې په رېل کې د اور لګېدنې د ګنګوسې وروسته ګډوډۍ رامنځته شوې.
تر دې بې بنسټه ګنګوسو وروسته يو شمير مسافرو د وارخطايي په حال ځانونه له ريلګاډي اچولي او په همدې حال کې يوه بل چټک ریل وهلي دي.
د پيښې په اړه نور څومره پوهيږو؟
د هند د «پريس ترسټ آف انديا» خبري آژانس په حواله په دې ترڅ کې ځينو مسافرو بيا د رېل درېدو اضطراري ځنځير کش کړی دی چې د رېل د درېدو باعث شوی.
د هند د اورګاډو دولتي شرکت وياند سوانیل نيلا، وويل هغه کسان چې له رېل څخه يې ځانونه اچولي ول يوه بل اورګاډي چې څنګ ته په بله پټلۍ تیرېده، وهلي دي.
اړونده موضوع: هند: د اورګاډي ټګر له دې کبله شوی وو چې چلوونکو ېې د کریکټ لوبه لیدله
د اورګاډو شرکت يوه بل لوړپوړي چارواکي ويلي دي: «زموږ لومړي معلومات دا دي چې د «پوشپاک ايکسپريس» په نوم اورګاډي په يوه واګن کې سپرغۍ ليدل شوې چې علت یې ښايي د بريکونو جام کیدل يا بل څه وو او ځيني مسافر له دې کبله وارخطا شوي ول.»
دغه چارواکي زياته کړې: «دوی بيا د اورګاډي اضطراري ځنځر کش کړی او ځينو یې له اورګاډي ځانونه لاندې پر پټلۍ باندې اچولي. په عين وخت د کرناتاکا ايکسپريس د څنګ له پټلۍ څخه تېريده.»
د هند د استعماري دورې د پټليو او ریلونو عصري کول
د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه، «په پېښه کې د مړو شويو کسانو له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.»
د مهاراشترا وزير اعلی داوندرا فادناويس، وويل چې د قربانيانو کورنۍ به د چارواکو له لوري تاوان ترلاسه کړي او زياته کړې یې ده چې فدرالي حکومت به د ټپيانو د درملنې مصارف هم پر غاړه واخلي.
اړونده موضوع: د ممبي د اورګاډي تمځای په هله گوله کې ۲۲ کسان وژل شوي
هند په نړۍ کې د اورګاډو د سترو سیسټمونو څخه د يوه خښتن دی، خو دغه زوړ سیسټم د بريتانيا استعماري واکمنۍ ته ورګرځي او هر کال د خونړيو پېښو لامل کيږي.په ۲۰۲۳م کال کې په يوه پېښه کې تقريباً ۳۰۰ کسان مړه شول.
د هند د لومړي وزير نريندر مودي، حکومت د رېلګاډو زیربناوې د عصري کولو له پاره په ميليارډونو ډالرو پانګونه کړې ده. خو شنونکي په دې باور دي چې د دغه هېواد دا زوړ سیسټم به ډېر وخت او کار ته اړتيا ولري.