د میانمار په سلونو عسکر او ملکیان ټایلند ته تښتېدلي
۱۴۰۴ تیر ۲۲, یکشنبهمیانمار په ۲۰۲۱م کال کې تر پوځي کودتا وروسته په کورنۍ جګړه کې راګير دی چې پوځي حکومت ېې پر وړاندې مبارزه کوي. په دغه مبارزه کې له حکومت سره د وسله والو قومي ډلو یو ائتلاف او له دیموکراسي څخه د ملاتړ کونکي مقاومت ځواکونه هم مله دي.
د ټایلند پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د کارین نشنل لیبرشن آرمي یا ملي بېلتون غوښتونکي پوځ په نوم ډلې (KNLA) د شنبې ورځې په ماسپښین په ځایی وخت شاوخوا ۳ بجې د میانمار په کایين ایالت کې پر یوه پوځي بېز حمله وکړه.
نور ولولۍ:د میانمار زلزله: د قربانیانو شمیر له ۳۳۰۰ هم لوړ شوی
د ټایلند پوځ په اعلامیه کې راغلي: «د میانمار سرتېرو هڅه وکړه چې وضعیت قابو کړي او له خپلو موقعیتونو د دفاع په خاطر يې د کمکي ځواک غوښتنه وکړه، خو په نهایت کې ونه توانېدل چې د جګړې په لیکه کې پاته شي.»
چارواکو ويلي د شنبې په ورځ ۱۰۰ میانماري عسکر او ۴۶۷ ملکیان له سرحده وراوښتي چې هلته د ټایلندي پولیسو او پوځ له خوا بې وسلي او ورته روغتيايي او بشري مرستې چمتو کړل شوې.
د کې ان ال اې ډلې یوه سیاسي مشر، سا تهامین تون، منلې چې د ټایلند سرحد ته نژدې جګړه شوې او ادعا ېې کړې چې ګډو ځواکونو د میانمار د پوځ «یو شمېر پوستې نیولي دي.»
نور ولولۍ: هند وايي د ميانمار نږدې ۳۰۰ عسکر ورتښتېدلي دي
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د میانمار کورنۍ جګړې مهاجرتونه او بېځایه کېدل له ځانه سره لرلي چې حاضر وخت ۸۱زره میانماري مهاجر په ټایلند کې ژوند کوي.
د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، تر دې مخکې میانماري عسکر هندوستان ته هم تښتېدلي دي.
له آرشیف څخه (15.05.2023):