د لوګر له مس عینک څخه سلګونه لرغوني آثار کابل ته لیږدول شوي
۱۴۰۴ مرداد ۱۳, دوشنبهد طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د اطلاعات او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د لرغونپيژندنې ریاست د مسلکي انجینرانو پلاوي ۱۴۳۰ قلمه کشف شوي لرغوني آثار د لوګر ولایت د مس عینک له تاریخي ساحو څخه د پاک سازۍ، مقدماتي ترمیم، تشخیص او ثبتولو له پاره له ساحوي ډيپوګانو څخه د دغه ریاست مرکزي لابراتوار ته انتقال کړي دي.
په دې مجموعه کې د کُلالۍ یا خټين، ډبرين، فلزي، ښيښه اي، د هډوکو او لرګین آثار شامل دي چې له دې ډلې د کوشانیانو او ساسانیانو د دورو اړوند مسي سِکو، لیکنو، کوزو، جامونو، مختلف النوع څراغونو، مسي لاس بندونو، د عقیق او لاجوردو غمي، عاج یا د فیلانو عاښ او نور کاري ابزارو ته اشاره کولی شو.
د طالبانو د لرغون پيژندنې ادارې د رئیس ذبیح الله سادات په وینا، د دغو آثارو د انتقالولو هدف، په تخصصي ډول پاک سازي، ترمیم، وقایه، تشخیص او رسمي ثبتونه ده، څو د اړینو پړاونو له ترسره کیدو وروسته د افغانستان ملي موزیم ته د عامه نندارې او دایمي حفاظت په موخه وسپارل شي.
دغه آثار چې د ځینو لرغونتوب یې تر ۵۰۰۰ ډیرو کلونو ته رسیږي، د پخوانیو تمدنونو د تجربو او هنر منعکس کوونکي دي او پر تیر تاریخ د پوهیدو ژور درک ورکوي.
د کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د جګړې د لسیزو پر مهال د دغه هیواد یو شمیر لرغوني آثار او تاریخي ځایونه یا لمنځه تللي او یا هم زیانمن شوي دي.
په بامیانو کې د بودا مجسمې یا بوتان چې ۱۵۰۰ کاله لرغونتوب یې درلود په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو له خوا تخریب شول چې نړیوال غبرګونونه یې را وپارول.