د بشري حقونو سازمان: د افغان کرېکټ ټیم غړیتوب دې وځنډول شي
۱۴۰۳ اسفند ۱۸, شنبهد بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي دي چې د طالبانو په رژیم کې د ښځو ټول ورزشي فعالیتونه عملاً غیر قانوني دي او د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې اکثره غړي په تبعید کې ژوند تیروي.
دغه سازمان ویلي دي چې د ښځو پر ورزش د طالبانو محدودیتونه د کرېکټ د نړیوالې شورا د مقرراتو په اساس دغه هیواد په نوموړي شورا کې د غړیتوب له شرایطو سره په مستقیم ډول په تضاد کې واقع کوي. دا په داسې حال کې چې د افغانستان د نارينه و د کرېکټ ملي لوبډله بیا په نړیوالو سیالیو کې د هغو له ډلې د نړیوال جام اتلولۍ کې چې د یکشنبې په ورځ پای ته رسیږي، حضور پيدا کوي.
بریتانیا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبو تحریمولو په دلیل تر سیاسي فشار لاندې راغله او د لوبې د جاري ساتلو له پریکړې وروسته یې ماته وخوړه.
د بشري حقونو سازمان د نړیوالو ابتکاراتو مشرې مینکي وردن د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې یوه نوې غوښتنه مطرحه کړې ده او د کرکیټ له نړیوالې شورا څخه یې غوښتي دي چې په دې برخه کې دې اړین اقدامات ترسره کړي.
وردن په هغه ایمیل کې چې د کرېکټ د نړیوالې شورا مشر جی شاه، ته یې استولی دی ویلي دي: «په داسې حال کې چې د کرېکټ نړیواله شورا (ICC) غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان غړیتوب او په نړیوالو سیالیو کې د دغې لوبډلې ګډون تر هغه وخته پورې وځنډوي چې نجونې او ښځې یو ځل بیا د زده کړې حق ترلاسه کوي.»
په ایمیل کې راغلي دي: «مونږ همدرانګه د کرېکټ له بین المللي شورا څخه غواړو چې د نړیوالو اصولو او لارښوونو مطابق دې د بشري حقونو پر بنسټ ولاړه پالیسي تعقیب کړي. د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ په لوبو کې د ښځو او نجونو پر ګډون د بندیز په لګولو او نړیوالو رقابتونو کې د نجونو او ښځو ملي ټیم ته په اجازه نه ورکولو سره، د کرېکټ د نړیوالې شورا د تبعیض ضد پالیسۍ پیروي نه کوي.»
په دې ایمیل کې ویل شوي: «په لاس انجلس کې د ۲۰۲۸ کال په المپيک کې د کرېکټ له شاملیدو سره، د کرېکټ نړیوال مالي ملاتړ کوونکي او د المپيک نړیواله کمیټه نور نه شي کولی د طالبانو ښکاره جنسیتي تبعیض او د المپيک د اصولو نقضول له پامه وغورځوي.»
د بشري حقونو سازمان د نړیوالو ابتکاراتو مشرې زیاته کړې ده: «د کرېکټ نړیواله شورا دا مسئولیت لري چې ډاډ ترلاسه کړي چې سیستمونه یې، سیستماتیک جنستي تبعیضونه له پامه نه غورځوي یا تر هغې هم بد، دا ډول سیاست نه تشویقوي.»