د بشري حقونو استازی: افغانان په بیړه ویزې ته اړتیا لري
۱۴۰۴ شهریور ۱, شنبهد المان د مرکزي حکومت د بشري حقونو استازي لارس کاستلوچي، د المان له کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه غوښتي دي چې له پاکستان څخه دې له خطر سره مخامخ افغان ښځو او نارینه و د منلو پروګرام پروسه ګړندۍ کړي.
کاستلوچي په خپل ایکس (پخوانی تویتر) شبکه کې لیکلي دي چې د تور-سور حکومتي ائتلاف ګوندونو د مهاجرت پر یوه منظم او انساني سیاست توافق کړی دی. نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان د منلو پروګرام د ارزونې پروسه دومره ډیر وخت دوام کوي، چې یو فکتور یې هم نه پوره کیږي.»
نوموړی زیاتوي: څوک چې د غیر قانوني مهاجرت د راتګ مخه نیول غواړي باید د قانوني مهاجرت له پاره لارې پرانیزي. له پاکستان څخه د اخراجونو په دلیل وخت تر فشار لاندې دی.
کستلوچي غوښتنه کوي، هغو کسانو چې له افغانستان څخه د منل کیدو پروګرام له مخې المان ته د راتګ قانوني تضمین ترلاسه کړی وي، باید «ژر تر ژره» ویزه ترلاسه کړي. ځکه په خبره یې له پاکستان څخه افغانستان ته د اخراجونو پسمنظر په پام کې نیولو سره وخت کم دی.
د المان د کورنیو چارو وزیر الیکزاندر دوبرندت، وویل چې هر مورد به په انفرادي ډول ارزول کیږي چې ایا د منل کیدو له پاره یو قانوني دلیل شتون لري او که څنګه؟ همدارنګه یوه امنیتي ارزونه به هم ترسره شي.
دلته خبره د هغو افغانانو پر سر ده چې له خطر سره مخامخ دي، ځکه دوی له دیموکراتیکو حقونو څخه د دفاع په برخه کې یا د الماني پوځ د سیمه ایزو همکارانو په توګه او یا هم له الماني سازمانونو سره کار کړی دی او د المان د پخواني حکومت له خوا یې د منل کیدو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
په ۲۰۲۱م کال کې د کله راهیسې نه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي او په کابل کې د المان سفارت تړل شوی دی، د المان حکومت له خوا د افغانانو د منل کیدو پروسې ارزونه په پاکستان کې ترسره کیږي.
په روانه اونۍ کې د المان حکومت اعلان وکړ چې له ۲۰۰۰ هغو افغانانو له ډلې څخه چې د المان حکومت له خوا د منل کیدو مثبت ځواب یې ترلاسه کړی دی۲۱۰ کسان یې له پاکستان څخه اخراج شوي دي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا پاکستاني چارواکو مخکې تر دې د اخراج پروګرام په لړ کې له دې ډلې ۴۵۰ افغانان نیولي ول. په اسلام آباد کې د المان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت توانیدلي دی چې له دې ډلې ۲۴۵ تنه د اخراج له مرکزونو څخه بیرته خوشې کړي.
د افغانانو د منلو پروګرام د المان په محکمو کې قاضیان هم مصروفه کړي دي. اوسمهال د المان په محکمو کې د هغو لسګونو افغانانو دوسیې د ارزول کیدو په حال کې دي کوم چې د منلو په پروګرام کې شامل دي.
د برلین د اداري محکمېد ویاند په خبره تر اوسه پورې قاضیانو په ۲۲ مواردو کې د المان حکومت مکلف ګرځولی دی چې دغو کسانو ته ویزې ورکړي.