«طالبانو په افغانستان کې سرکوب ته شدت ورکړی دی»
۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سهشنبهد بشري حقونو د څار سازمان نن سه شنبه (د اګست میاشتې ۵ نیټه) د «طالبانو په څلور کلنې واکمنۍ کې بې امانه سرکوب » تر سرلیک لاندې خپل رپوټ کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا پسې خرابیدو خبر ورکړی دی.
نوموړي سازمان د نړۍ له حکومتونو څخه پر طالبانو د فشار زیاتولو او د بشري کړکیچ د شدت کمولو له پاره د اقدام غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څانګې څیړونکې فرشته عباسي ویلي دي چې د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه د دوی له خوا، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د نقضولو تریخ یاد تازه کوي.
نوموړې زیاته کړې ده: په تیرو څلورو کلونو د طالبانو د تسلط نړیوالو پایلو په مخ پر زیاتیدونکي ډول ځان ښکاره کړی دی. حکومتونه باید د بشري حقونو نقضولو ته د پای ټکي ايښودلو له پاره پر طالبانو فشار وارد کړي.»
طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې ښځې او نجونې د زده کړې، تحصیل او په ډیرو مسلکونو او برخو کې د کار کولو له حق څخه محرومې کړي او حتی د هغو د ګرځیدو او پوشش یا لباس پر ډول یې هم محدودیت وضع کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان له اروپايي اتحادیې غوښتي دي چې په هغه پریکړه لیک کې چې د سپټمبر په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي، د افغانستان له پاره یو ځواب ورکونکی او جامع میکانیزم پيشنهاد کړي.
په افغانستان کې بشري کړکیچ او د نږدې دوه میلیونو افغانانو اخراج
د بشري حقونو د څار سازمان په دې رپوټ کې همدارنګه ویلي دي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نړۍ له یو تر ټولو دردوونکي بشردوستانه کړکیچ سره مخامخ دی.
د بشري حقونو څار سازمان په حواله د افغانستان نیمایي نفوس خوراکي مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي دي چې د دونالد ترمپ له خوا د امریکا د مرستو پروګرامونو د بودیجې بندیدو، له افغانستان سره د غدایي مرستو زمينه لمنځه وړې ده.
د ۲۰۲۵م کال تر فیبرورۍ پورې افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو تر ۴۰ سلنې پورې له همدې بودیجې څخه صورت نیولو.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د بهرنیو مرستو بندیدلو سوء تغذي په ځانګړي توګه په ماشومانو کې زیاته کړې ده او نجونو ته یې انلاین زده کړې هم له خطر سره مخامخ کړي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د روغتیایي خدماتو تر ۴۰۰ ډیر مرکزونه د مرستندویه بودیجې د کمښت له کبله تړل شوي دي.
د بشري حقونو څار سازمان د رپوټ پر بنسټ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان وضعیت د بشري مرستونو په بندیدو او له ایران او پاکستان څخه د ۱،۹ میلیونه مهاجرو په بیرته را ستنیدو سره لا زیات خراب شوی دی.
نوموړي سازمان همدارنګه د روان کال د جولای په نیمایي کې له المان څخه د ۸۱ افغان پناه غوښتونکو اخراج او د ترمپ له خوا په امریکا کې د افغانانو د مؤقت حفاظت وضعیت ته اشاره کړې ده. فرشته عباسي ویلي دي چې هیڅ هیواد نه باید افغانان په اجباري ډول اخراج کړي.