په افغانستان کې زلزله؛ د بندو پاتو د ژغورنې هيلې کمه شوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبهپه کونړ ولايت کې د طالبانو سيمه ایز چارواکي ويلي دي چې اوس هم يو شمير کسان تر ويجاړيو لاندې دي او د ژغورل کيدو په اړه یې اميدواري کمه شوې ده.
په کونړ کې يوه سيمه ایز چارواکي اعجازالحق ياد، نن، چهارشنبه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په نورګل ولسوالۍ کې قربانيان تر ويجاړيو لاندې دي او ژغورل یې ستونزمن دي.»
د رپوټونو پر اساس لېرې پرتو زلزله ځپلو سيمه ته د بيړنيو خدماتو رسول هم مشکل دي. اعجازالحق هم تائيد کړه چې يو شمیر کليو ته اوس هم مرسته نه ده رسېدلې.
اړونده موضوع:چین وايي د افغانستان له زلزله ځپلو سره به مرستي دوام ولري
په همدې منځ کې د «ماشومانو د ژغورنې» سازمان ويلي دي چې د دې ټولنې د مرستې رسولو يوه ډله مجبوره شوې ۲۰ کیلومتره پلی مزل وکړي څو طبي تجهیزات هغو کليو ته ورسوي چې لارې یې د زلزلې له کبله بندې شوي دي.
د تلفاتو د لوړيدو احتمال
د هغو وروستيو شمیرو په حواله چې طالب چارواکو پرون، سه شنبه ورکړې دي، په دې ناورين کې د مړو شمير ۱۴۰۰ او د ټپيانو شمیر ۳۳۰۰ ته رسېدلی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې امکان لري د زلزلې د تلفاتو شمیر ډېر شي «ځکه چې ډېر کسان په ويجاړو شويو ودانيو کې بند پاتې دي.»
د طالبانو سيمه ایزو چارواکو په دې منځ کې د رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغو سيمو ته یې چې د لاس رسي وړ نه دي، د څرخي الوتکو له لارې کوماندويان ښکته کړي څو له خرابيو لاندې څخه د بندو پاتو شویو په را ايستلو کې مرسته وکړي.
د طالبانو ادارې پېښو ته د رسېدګۍ مسئول احسان الله احسان، په کوڼر کې وويل: «په هغو سيمو کې چې څرخي الوتکو پکې ناسته نه شوه کولی، په لسونو کوماندويان د هوا له لارې ښکته کړل شوي څو خوندي ځایونو ته د ټپيانو په انتقال کې مرسته وکړي.»
د ټپيانو وضعيت او طالبانو د ادارې اقدامات څرنګه دي؟
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې په دوو ورځو کې د څرخي الوتکو د ۱۵۵ پروازونو په ترسره کولو سره یې شا او خوا ۲۰۰۰ ټپيان او د هغوی خپلوان د سيمې روغتونونو ته انتقال کړي دي.
که څه هم چې دې وزارت د سې شنبې په ورځ پرته له دې چې ډېر جزيات ورکړي، اعلان کړی وو چې مسئولو بنسټونو ته لارښوونه شوې ده چې د زلزله ځپلو د ژوند نورمال حالت ته د راګرځولو له پاره اقداماتو وکړي خو له سيمې څخه رسېدلي رپوټونه وايي چې د موقت سرپناه په شمول هیڅ ډول امکانات نه دي چمتو شوي.
اړونده موضوع: ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاری ښودلی دی
د فرانسې خبري آژانس خبريالانو رپوټ ورکړی دی چې د کونړ ولایت د مزار درې په کليو کې د ټپيانو د درملنې په موخه يو سيار کلينک جوړ شوی دی، خو د خیمو د درولو او يا موقت سرپناو په اړه هيڅ خبر نه دی ورکړل شوی.
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل رپوټ کې ويلي دي چې امکان لري له دې زلزلې څخه د اغیزمنو شويو شمير په سونو زرو ته ورسيږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر بيړنۍ سرپناوې، طبي تجهیزات، د څښلو اوبه، بيړنۍ خوراکی مرستې او د بيړنيو روغتيايي تاسيساتو رامنځته کول د اړينو لومړيتوبونو په توګه ياد کړي چې تامين ته یې اړتيا ده.