اسرائیل او حماس یو وار بیا یرغمل او بندیان تبادله کړل
۱۴۰۳ بهمن ۲۷, شنبهد فرانسې خبري آژانس د یوه خبریال په وینا د حماس نقاب لرونکو شبه نظامیانو اسرائیلي یرغمل شوي کسان په خان یونس ښار چې د غزه په سویل کې موقعیت لري په عام محضر کې له دوی غوښتل شوي ول چې باید مخکې له دې چې سره صلیب ته تسلیم شي وینا وکړي.
د اسرائيلي یرغمل شوي کسانو لپاره د حماس لخوا ځانګړې خلطې ورکړل شوې وې چې د آزادېدو اسناد یې هم پکښې شامل وو.
یرغمل شویو کسانو، چې د اورپکو سره ولاړ وو، د اوربند د تړون پر بنسټ د یرغمل شویو کسانو د تبادلې د پروسې د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
د یاد خبریال په وینا چې څو شیبې وروسته، د فلسطیني بندیانو یوه بس د اسرایئلو لخوا اداره کیدونکي عوفر زندان څخه ووت او د اشغال شوي لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې د خلکو لخوا یې هرکلی وشو.
د یوه بل خبریال په وینا بیا ، د فلسطیني بندیانو لیږدونکي نور بسونه د نقب په دښته کې د اسراییلو له زندان څخه ایستل شوي او د غزې په لور وړل شوي دي.
د روان کال د جنورۍ پر ۱۹ د اوربند د توافق وروسته دا شپږم ځل دی چې د اسرایئلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیانو تبادله په داسي حال کې ترسره کیږي چې د شوي توافق د پایته رسیدو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.
حماس اورپکۍ چې د امریکا، آلمان او اسرایئلو له خوا تروریستي ډله یادیږي، ګواښ یې کړی چې د یرغمل شویو کسانو تبادله د تاوتریخوالو د درولو له امله ترسره کوي.
اسراییلو هم خبرداری ورکړی و چې که د یرغمل شویو کسانو تبادله ودرول شي نو جګړه به بیا پیل کړي، خو د جمعې په ورځ دواړو خواوو اعلان وکړ چې د تبادلې پروسه به د اصلي پلان سره سم پرمخ ولاړه شي.