حماس د څلورو يرغمل شويو جسدونه اسرائيل ته وسپارل
۱۴۰۳ اسفند ۲, پنجشنبهد غزې تراډې په خان يونس کې د جسدونو د سپارلو دا مراسم د تلویزيون له لارې په ژوندۍ بڼه نشر شول. د حماس ترهګري ډلې چې د يو شمیر هېوادونو له لوري د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې، د جسدونو د سپارلو په ځای کې يو سټيج جوړ کړی وو. په دغه ځای کې د حماس د جنګيالو ترڅنګ چې يونیفورمونه یې اغوستي و او مخونه یې پټ ول، يو شمير کسان هم د نندارې له پاره راټول شوي ول او په لوړ ږغ موسيقۍ سره يې جنګيالي ستايل.
يوه مور او دوه اولادونه یې هم په مړو کې شامل دي
پر دريځ باندې څلور تور تابوتونه کیښودل شول چې په پس منظر کې یې د دې څلورو وژل شويو د انځورونو ترڅنګ د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو عکس هم ځړول شوی وو، چې د ويني زبېښونکي په بڼه وړاندې شوی وو. له دې عکسونو سره ليکل شوي ول: «جنکي مجرم نتانياهو او پوځونو يې دوی د صېهونستي جنګي جټ الوتکې په راکټونو وژلي دي.»
د حماس او د اسرائيل د رسنيو په حواله په دې وژل شويو کې يوه مور او د هغې دوه ماشومان هم شامل دي. درې سرو د آلمان تابعيت هم درلود. د شيري، ارييل او کفير بيباس، برخلیک په اړه شکونه اوس هم له منځه نه دي تللي.
اړونده موضوع: اسرائیل او حماس یو وار بیا یرغمل او بندیان تبادله کړل
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷ نيټه پر اسرائيل باندې د حماس تر بريد وروسته د دې مور او د دوو زامنو ويديوګانې یې چې سخت بيريدلي ول، په ټوله نړۍ کې لاس پر لاس شول.
پلار یې لږ تر مخه آزاد کړل شو
د جسدونو د عدلي طب معاينات به د اسرائيل د رسنيو د رپوټونو په حواله يو څه وخت ونيسي. يو شمير رسنیو د اسرائيل د روغتيا د وزير يوريل بوسو، په حواله ويلي دي چې د پيژندنې پروسې موده به د جسدونو په وضعيت پورې اړه ولري. بوسو، ټينګار کړی دی چې اسرائيل غواړي د دې يرغمل شويو د مړينې د علت په اړه هم پلټنې وکړي.
د حماس ډلې لا د ۲۰۲۳م کال په مني کې د جګړې پر مهال ويلي ول چې درې اسرائيلي وګړي د بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوي دي. خو د اسرائيل له لوري تر اوسه د دې کسانو د مړينې د علت په اړه هیڅ حتمي تائيد موجود نه دی.
اړونده موضوع: حماس ته د یرغمل سويو د آزادیدو له پاره د نتانیاهو ضرب الاجل
په رسمي توګه ويل شوي دي چې د درې سرو د برخليک په اړه ستره اندېښنه موجوده ده. د دې وژل شويو ماشومانو پلار جاردن بيباس، لږه موده مخکې آزاد کړل شوی وو.
په راتلونکې اونۍ کې به نور جسدونه هم وسپارل شي
د حماس ډلې د سې شنبې په ورځ ويلي ول چې اسرائيل ته د څلورو جسدونو سپارل غواړي. د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، دفتر له حماس سره په دې تړاو توافق تائيد کړی وو.
د دې جسدونو په بدل کې به د اسرائيل د رپوټونو په حواله هغه ټولې ښځې او کم سنه کسان آزاد شي چې په ۲۰۲۳م کال کې د غزې د جګړې له پېلېدو راهېسې نيول شوي او د اسرائيل پر وړاندې په وسله واله جګړه کې ښکيل نه دي.
دا جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ نيټه پر اسرائيل باندې د حماس او نورو وسله والو ډلو تر بريد وروسته چې څه نا څه ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر نور اسرائيليان يرغمل کړل شول، پېل شوه.
اړونده موضوع: پر غزې باندي د اسرائیل په هوايي برید کي ۶۸ کسان وژل سوي
په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې روغتيايي ادارې په حواله د جګړې له پېل راهېسې ۴۸ زره انسانان وژل شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
د حماس د معلوماتو په حواله به په راتلونکې اونۍ کې نور جسدونه هم وسپارل شي. پر دې سربیره به د شنبې په ورځ شپږ نور يرغمل شوي د اسرائيل او دغه ترهګريز سازمان ترمنځ د شوي تړون په چوکاټ کې آزاد کړل شي.
د حماس او اسرائيل ترمنځ تړون
د اسرائيل او حماس ترمنځ د جنورۍ میاشتې پر ۱۹ نيټه د پېل شوي تړون راهیسې، دغه وسله والو په غزې تړانګه کې په څو پړاونو کې تر اوسه ۱۹ يرغمل شوي آزاد کړي.
پر دې سربیره پنځه هغه تايلندي وګړي هم آزاد شوي دي چې له اسرائيل څخه تښتول شوي ول. د دغو تايلندي وګړو آزادول د اسرائيل او حماس ترمنځ د تړون برخه نه وه.
د اسرائيل او حماس ترمنځ دا تړون چې څو پړاونونه لري، په پام کې لري چې په لومړي، د شپږو اونیو په پړاو کې به په پرله پسې توګه د ۱۹۰۴ فلسطيني بنديانو په بدل کې ۳۳ يرغمل شوي آزاد شي چې ۸ جسدونه هم پکې شامل دي.