ترمپ ضرب الاجل ټاکلی؛ حماس د ټولو يرغمل کسانود وژلو گواښ کړی
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعهد امریکا او حماس تر منځ متقابلو ګواښونو، د اسرائيل او حماس تر منځ شوی اوربند له خطر سره مخ کړی دی.
حماس ته د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ تر ضرب الاجل او د «وروستي خبرداري» تر اعلان وروسته اوس حماس هم متقابل غبرګون ښکاره کړي.
ترمپ حماس ته د ټولو یرغمل شويو کسانو د فوري آزادولو خبرداری ورکړی، که نه جګړه به له سره پیل شي او حماس ګواښ کړی که جګړه بیا پيليږي دوی به ټول یرغمل کسان ووژني.
حماس چې د امریکا، اسرائيل او اروپايي اتحاديې په ګډون د یو شمېر هېوادونو له خوا د تروریستي سازمان په توګه درجه بندي شوی، اعلان کړی که چېرته په غزه کې پوځي عملیات او حملې بیا پيليږي دوی به ټول یرغمل ووژني.
د دغې وسله والې ډلې ویاند ابو عبیده، وویل: «د فلسطينانو پر ضد هر ډول یرغل او اور ته لمن وهل به د یرغمل شويو په ډلیزې وژنې تمام شي.»
ورته نور ولولئ: د یرغملو د آزادۍ په اړه حماس ته د ترمپ وروستی "خبرداری"
د منځني ختيځ له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ستیف ویتکوف، هېله مندي ښوولې چې اوسنی بحراني وضعیت دي د خبرو اترو له لارې حل شي.
هغه په عین حال کې واضح کړه که چېرته خبرې اترې نتیجه ورنکړي او پایله ونه لري، هغه ضرب الاجل به «چندان مناسب بدیل» نه وي چې حماس ته انتظار باسي.
«د حماس پر ضد د امریکا او اسرائيل د ګډ عملیات احتمال»
ویتکوف په ناڅرګنده توګه دې ته اشاره وکړه چې د دې امکان شته که چېرته یرغمل شوي ازاد نشي په هغه صورت کې به امریکا متحده ایالات او اسرائيل د حماس پر ضد ګډ عملیات پیل کړي.
هغه په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ مخه کې خبریالانو ته وویل: «فکر کوم یو لړ اقدامات به وشي او دا کار کېدای شي له اسرائيل سره په ګډه وشي.»
ویتکوف، زیاته کړه چې حماس د دې اختیار لري چې عاقلانه عمل وکړي او هر امکان چې په لاس کې لري وکاروي او بیا ځان شاته وباسی. د هغه په خبره حماس به د غزې په حاکميت کې کوم نقش و نه لري.
ورته نور ولولئ: د اسرائیلي یرغمل شوې جسد تر سپارل کیدو وروسته پيژندل شوی
د واشنګټن پُست د نوی رپوټ پر اساس، د امریکا او حماس د استازو تر منځ په تر ټولو تازه مذاکراتو کې چې په قطر کې شوي، مختلف انتخابونه تر بحث او ارزونو لاندې ونیول شول.
له دغو انتخابونو یو ېې دوو میاشتو ته د اوربند غځول او غزې ته د بشري مرستو لړۍ بیا پیلول او په بدل کې ېې د ژوندي پاتې یرغمل شويو آزادول و.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت له حماس سره د مخامخ مذاکراتو ترسره کول، تائيد کړي دي. حماس د امریکا په ترویستي نوملړ کې شامل دی او په واشنګټن کې مخکنینو حکومتونو ورسره لږ تر لږه په رسمي توګه له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.
د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیويت، د چهارشنبې په ورڅ وویل چې د ولسمشر دونالد ترمپ ځانګړی استازی، ستیف ویتکاف، اجازه لري چې «له هر چا» سره خبرې اترې وکړي. هغې دا خبره وروسته له هغې وکړه چې پوښتنه وشوه چې ولې د امریکا اوسنی حکومت د خپلو پخوانیو سیاستونو خلاف «د لومړي ځل له پاره» له حماس سره مستقیمه مذاکره کوي.
ورته نور ولولئ: ټرمپ: که یرغمل شوي آزاد نه شي د اور بند موافقه باید لغوه شي
هغې ټينګار وکړ، چې اسرائيل هم د حماس له مشرانو سره د دغو مخامخ مذاکراتو په جریان کې ښکیل دی. هغې که څه هم د مذاکراتو د جزئياتو په تړاو له معلومات ورکولو ډډه وکړه، خو دا ېې وویل چې ترمپ په ټولیزه توګه د امریکا د منافعو په لړ کې «په ټوله نړۍ کې له افرادو سره پر خبرو اترو» باور لري.
په عین وخت کې د اسرائيل د صدراعظم، بنیامین نتنیاهو، دفتر له جزئیاتو پرته ویلي دي چې دغه هېواد له حماس سره د مخامخ مذاکراتو په تړاو خپل دريځ له امریکا متحده ایالاتو سره شریک کړی دی.
د ترمپ ګواښ
ترمپ د امریکا او حماس تر منځ د مخامخ مذاکراتو د رسنیزو کېدو سره تقریبا په یو وخت کې حماس سازمان په تندو الفاظو وګواښه او وې ویل چې ټول یرغمل دې فورا آزاد کړي او هغه چې وژل شوي د هغو جسدونه دې اسرائيل ته وسپاري.
ورته نور ولولئ: اسرائيل غزې ته د توکو لیږد متوقف کوي
هغه د خپل د ضرب الاجل ځينې جملې په لویو تورو لیکلې او پرې ېې ټینګار کړی: «که هغه څه چې زه یې وایم ونه کړئ، زه به ټول امکانات د اسرائيل په اختیار کې پرېږدم تر څو کار یو طرفه کړي. د حماس هېڅ غړی به نور په امن کې نه وي.»
ترمپ په خپل «وروستي خبرداري» سره ټينګار کړی چې «اوس د دې وخت رارسېدلی چې د حماس رهبران تر هغه وخت چې فرصت ېې لري د غزې تړانګه پرېږدي.»
د شوو ارزونو مطابق حماس ډلې تر اوسه ۸۵ یرغمل کړي کسان په خپل بند کې ساتلي دي، خو د اسرائيل د پوځ په خبره د دوی له ډلې یوازې ۳۴ ېې ژوندي دي.
د اوربند په لومړۍ مرحله کې د شوو توافقاتو پر اساس، حماس څو اسرائيلي یرغمل آزاد کړل چې اسرائيل ېې په بدل کې ډېر فلسطیني بندیان آزاد کړل.
ورته نور ولولئ: اسرائیل: د حماس له خوا په سپارل شوو جسدونو کې یو بدل دی
انځورنه: د غزې په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې روژه ماتی: