حماس په پام کې لري یو اسرائيلی-امریکایي یرغمل خوشي کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۲, دوشنبهد حماس ترهګر سازمان ویلي دي چې په پام کې لري یو دوه تابعیته اسرائیلي امریکايي یرغمل خوشی کړي. نوموړي سازمان همدارنګه اعلان کړی دی چې په دې ارتباط په تیرو ورځو کې له امریکایي چارواکو سره په تماس کې و.
د حماس د اعلان مطابق د دغه ۲۱ کلن سرتیري ازادول په غزه کې د اوربند موافقې ته د رسیدو د هڅو یوه برخه ده.
منځني ختیځ ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ځانګړي استازي ستیو ویتکوف له اسوشیېټیډ پرس سره په خبرو کې تائیده کړې ده چې حماس د عیدان الکسانډر خوشی کولو ته امادګي ښودلې ده.
نوموړي وروسته «سي ان ان» ته وویل «په ډیر احتمال سره نن [دوشنبه] الکساندر سپارل کيږي» هغه په همدې مرکه کې وویل چې د الکساندر د ازادۍ په موخه د همغږۍ له پاره د دوشنبې په ورځ تل ابیب ته ځي.
ډونالډ ترمپ په نږدې راتلونکي کې د الکساندر د خوشی کیدو د اقدام هرکلي ترڅنګ له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې کوښښونه کړي دي. ترمپ هیله څرکنده کړه چې «دا، به دې وحشیانه نښتې ته د پای ټکې ايښودلو لومړی او وروستی گام وي.»
د امریکا پر وړاندې د ښه نیت نښه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ به په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته سفر وکړي. د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی دی چې واشنګټن، د اسرائیل حکومت بې له قید او شرط څخه [د امریکایانو پر وړاندې د ښه نیت د نښې په توګه] د دغه یرغمل شوي د خوشی کولو له پاره د امادګۍ په هکله په جریان کې اچولی دی.
د امریکا حکومت ویلي دي چې باور لري دا ګام به د هغې موافقې سبب شي، چې اسرائیل لادمخه ورسره موافقه درلوده.
حماس دوې میاشتې مخکې هم وړاندیز کړی و چې کولی شي دغه ۲۱ کلن سرتیری د یوې معاملې په چوکات کې خوشی کړي. خو د اسرائیل حکومت دا ګام «ناکافي» بللی و.
د ynet انټرنټ پاڼې لیکلي دي چې اسرائیل د عیدان الکساندر د خوشی کولو په مذاکراتو کې ګډون نه درلود له دې امله اړتیا نه ویني چې د دې ګام په بدل کې فلسطیني بندیان خوشی کړي.
الکساندر عیدان د اسرائیلي پوځ د سرتیري په توګه له غزې تړانګې سره د دغه هیواد په پوله فعالیت درلود او د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه د حماس ترهګریز سازمان په خونړي برید کې یرغمل نیول شوی و.
اسرائیلي رسنیو د ازاد شوو یرغمل شوو په نقل رپوټ ورکړی دی چې دغه سرتیری «د بند پر مهال په زنځیر تړل شوی و او شکنجه شوی دی.»
عیدان الکساندر په تل ابیب کې زیږیدلی، خو د امریکا په نیو جرسي ایالت کې لوی شوی او خپلې زده کړې یې ترسره کړي دي. نوموړی وروسته اسرائیل ته ستون شو او د دغه هیواد په پوځ کې یې خدمت پیل کړی و.
۵۸ یرغمل اوس هم له حماس سره دي او څنګه چې د اسرائیل پوځ اعلان کړی دی ۳۴ تنه له دې ډلې څخه نور نو ژوندي نه دي.