پاکستان: وسله والو په «همغږو» بريدونو کې ۶ کسان وژلي
۱۴۰۴ فروردین ۷, پنجشنبهد پاکستان پوليسو نن، پنجشنه (۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۷) د دغه بريدونو په اړه چې پرون، چهارشنبه شوي دي، خبر ورکړی دی.
د ايالتي پوليسو يوه لوړپوړي افسر چې د هويت نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ترهګرو د بلوچستان په يو شمیر سيمو کې مسافر وړونکي سروس موټر او امنيتي ځواکونه په نخښه کړل او لږ تر لږه ۵ هغه مسافر چې د دې سيمې اوسیدونکي نه ول، او د امنيتي ځواک يو غړی يې ووژل.»
زياته شوې چې دا پېښې د ګوادر په ساحلي ښار پاسني کې رامنځته شوي دي.
اړونده موضوع: پاکستان: د وسله والو له لوري د يوې امنيتي پوستې د نيولو هڅه ناکامه شوې
چارواکي وویل: «دوی د مسافرو بسونو درول او هغه مسافر یې مشخصول چې د دې سيمې اوسیدونکي نه ول.»
چارواکو زياته کړه چې يو شمیر وسله والو تر هغه وروسته په ډېرو سيمو کې په بريدونو لاس پورې کړ چې د مرکزي لویې لارې کنترول یې په لاس کې واخيست او د موټرو د کنترولولو په موخه یې پوستې جوړې کړې.
دغه چارواکي وويل چې په ځينو سيمو کې دغه بريدونه اوس هم روان دي.
بريدونه په کلکه غندل شوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي، د يوې اعلامیې په جاري کولو سره دغه بريدونه غندلي او هغه یې د «بشريت ضد جرم» بللي دي.
نوموړي وويل: «د سفر کوونکو د مشخصولو وروسته د هغوی هدف ګرځول يو وحشي او ظالمانه عمل دی.»
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې. خو بلوچ بيلتون پالو په دې وروستیو کې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر غړيو او همدا راز د نورو سيمو څخه پر راغلو د بريدونو مسئوليت منلې دی.
اړونده موضوع: بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد؛ امنيتي چارواکي وايي د ټولو بريدګرو په وژلو سره یې برمته پای ته رسولې
د روانې ميلادي میاشتې په پېل کې هم بلوچ بيلتون غوښتونکو پر يوه اورګاډي چې ۴۵۰ کسان پکې سپاره ول، بريد وکړ او هغه یې برمته کړ چې په دې ترڅ کې په لسونو کسان ووژل شول. د رپوټونو په حواله دغه د «جعفر ايکسپريس» په نوم دغه اورګاډي نن، پنجشبه بيرته فعاليت پېل کړی دی.
تر دغه پېښې څو ورځې وروسته د مليشې ځواک لږ تر لږه پنځه غړي د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شول.
د دغو دواړو بريدونو پړه د «بلوچ لیبريشن آرمي» په نوم وسله والې ډلې اخيستې وه.
همدې ډلې تېر کال هم د همغږي شويو بریدونو په ترڅ کې د مرکزي لویې لارې کنترول اخيستي وو او د نورو نژادي ډلو سره تړاو لرونکي سفر کوونکي یې وژلي ول.
دغه ډله همدا شان د انرژۍ هغه پروژې هم په نخښه کوي چې بهرنيان یې تمويلوي – په تېره بيا د چين له لوري تمويل شوې پروژې او تور لګوي چې بهرنيان د دغه ایالت وسايل لوټي او د سيمې اوسيدونکو ته پکې هیڅ ونډه نه ورکول کيږي.
تېر میلادي کال په پاکستان کې د تېرې يوې لسیزې تر ټولو خونړی کال وو.